ورځپاڼې: د طالبانو او امریکا هوکړه کې به کوم ټکي او شرطونه لیکلي وي؟

د خپرېدو وخت

نيويارک ټايمز له طالبانو سره د امريکا احتمالي هوکړې او د پلي کېدا څرنګوالي ته يې کتنه کړې. ليکوال وايي، دواړه غاړې به د دوو کلونو يا ترهغې لږ کمې مودې ک ې سلا شي او د ځواکونو ايستل به په پړاونو کې تر سره شي.

د روزونکو او افغان ځواکونو د سلاکارانو په گډون ناجگړه ييز پرسونل به لومړنيو جوپو کې وي. ځانگړي ځواکونه او تخنيکي ډلې چې د هوايي ځواک همغږۍ لپاره مهم دي وروسته ووځي.

ليکوال وايي، په دې تړاو جزئيات نشته چې طالبان به څنگه د نړيوالو ترهگرو پر وړاندې مبارزه کې له امريکا سره فعاله همکاري کوي.

خو زلمي خليلزاد ويلي چې په دې گامونو او ميکانيزم کار روان دى.

ليکوال وايي، د ځواکونو د مهالوېش اعلان به د سولې د خبرو اترو تر ټولو سخت پړاو ته لار پرانېزي، يانې د افغانانو خپلمنځۍ خبرې. دا خبرې به د افغانستان د سياسي راتلونکې په اړه او د واک د وېش د څرنگوالي په اړه وي.

د ليکوال په باور دا خبرې چې ښايي په ناورې کې ترسره شي که کلونه وخت و نه نيسي، نو څو مياشتې ښايي وغځېږي، ځکه دلته به د واکمنۍ د داسې نظر يو ترمنځ د جوړ جاړي هڅه کېږي چې سره په ټکر کې دي.

يوه غاړې په ژوره توگه جمهوري پلوي دي او بلې غاړې د واکمنۍ د يوۀ امارتي سيسټم له لارې واک چلوۀ. دواړې غاړې د يوۀ بل پر وړاندې د شکايتونو اوږد نوملړ او خپلې حوزې لري چې د سولې د بهير په اړه محتاط دي.

ليکوال وايي، د افغانانو د خپلمنځيو خبرو اوږدوالي ته په کتو د امريکايي ځواکونو د وتلو مهالوېش بايد د خبرو له پر مختگ سره وتړل شي چې امريکا له يوۀ سياسي هوکړې وړاندې خپل اغېز د لاسه ورنکړي.

ډېلي مېل

ډېلي مېل ورځپاڼې د يوې ايرانۍ ښځې په اړه لیکلي ښايي وروسته له هغه مړه شوې وي چې قاچاق کوونکو د ټوپک په زور له فرانسې بريتانيا ته اوښتونکي کډوال داسې کوچنيو کښتيو کې کينول چې وار له مخه ډېر کسان په کې سپاره و.

ورځپاڼۀ وايي، دغه ايرانۍ مېرمن لومړنۍ کډواله ده چې د فرانسې او بريتانيا ترمنځ اوبو کې خپل ژوند بايلي. ورځپاڼه وايي، د دغې ښځې کښتۍ لادرکه شوې او داسې انگېرل کېږي چې اوبو کې به له ستونزې سره مخ شوې وي.

د جمعې په ورځ يې لټون پيل شو خو شنبې ورځ دا عمليات ودرول شول. ورځپاڼه وايي، داسې رپوټونه دي چې سږکال ١٢٠٠ کسانو وړو جالو کې چې له حده ډېر کسان په کې کينول شوي بريتانيا ته د اوښتو خطر په غاړه اخېستى.

خليج ټايمز

خليج ټايمز ورځپاڼې ليکلي چې په مکه مکرمه کې پوليسو د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې يې د يوۀ امريکايي حاجي د پيسو ورک کړى بکس وموند او بېرته يې ورته وسپارۀ.

ورځپاڼه وايي، پوليسو ته چې کله رپوټ ورکړل شو چې دغه امريکايي حاجي خپل بکس او پاسپوټ په يوۀ تکسي گاډي کې پرېښي. نو دوى يې لټون پيل کړ

دغه بکس کې نژدې څلور زره ډالر و. سږ کال دوه ميليون خلک د حج مراسم تر سره کوي.