د هند د بهرنیو چارو مشهوره وزیره ومړه

د عکس سرچینه، Reuters
د هند نوموتې او هند کې محبوبه سیاستواله او د بهرنیو چارو وزیره سوشما سوراج ومړه.
د "پي ټي آی" خبري اژانس د خبر له مخې مېرمن سوراج چې د پنځو کلونو لپاره د هند د بهرنیو چارو وزیره وه د تېرې سې شنبې په ورځ د زړه درېدو له امله مړه شوه.
هغه د لومړي وزیر نرېندرا مودي د واکمنۍ لومړۍ دوره کې وزيره او یو له پېژندل شویو څېرو څخه وه، خو د روان کال لومړیو کې یې پارلماني ټاکنو کې ګډون ونه کړ.
نوموړې هغه وخت مشهوره شوه کله یې چې له هنده بهر له تیت پرک شویو هندي وګړو سره مرسته وکړه. هغې د ټوېټر له لارې د هغوی غوښتنو ته غبرګون وښود.
۶۷ کلنې مېرمن سوراج په ۲۰۱۶ کال کې د ګوردو د پیوندولو عملیات هم کړی و.
ښاغلي مودي په خپل ټویټر پاڼه لیکلي:" د هند د پرتمین سیاست فصل وتړل شو".
هغه وویل:" هند د هغه ښایسته رهبر غم ته ناست دی چې ټول ژوند یې د بې وزلو او خلکو مرستې ته ځانکړی کړی و. سوشما سوراج هغه څوک وه چې نورو ته د الهام ورکولو سرچینه وه".
د هند ولسمشر رام ناد کووین ویلي، هند "تر ټولو یوه محبوبه مشره له لاسه ورکړه، چې په عام ژوندانه کې د کرامت، شجاعت او ایماندارۍ نښه وه".
نوموړي پر خپل ټوېټر لیکلي: "دا چې هغې له نورو سره مرسته کوله، هندي وګړو ته د خدمت له کبله به یې غږ تل د ټولو په یاد وي."
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای


















