ورځپاڼې: د قطر راتلونکې ناسته کې ښایي د امریکایي ځواکونو د وتلو مهالوېش مالوم شي

د عکس سرچینه، Getty Images
پاکستانۍ ورځپاڼې ډیلي ټایمز لیکلي ټاکل شوې نن د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له پاکستاني چارواکو سره په افغانستان کې د سولې په تړاو خبرې وکړي. او له هغه وروسته قطر ته لاړ شي.
دې ورځپاڼه د یوه چارواکي له قوله چې نوم یې نه دی اخستل شوی لیکلي ښاغلی خلیلزاد به پاکستاني چارواکو ته د هغه پرمختګ په اړه معلومات ورکړي چې په قطر کې یې له طالبانو سره په خبرو کې کړی.
ډیلي ټایمز لیکي پاکستان کې د خلیلزاد دې سفر ته د یوه ډیر مهم سفر په سترګه کتل کیږي له دې وروسته به نوموړی په قطر کې له طالب استازو سره د امریکايي ځواکونو د وتلو د مهالویش په ګډون پر یو لړ پيچلو مسایلو خبرۍ وروستۍ کړي.
دا ورځپاڼه د ځینو سرچینو په حواله لیکي چې طالبانو د ځواکونو د وتلو لپاره د نهه میاشتو وړاندیز کړی خو امریکايي مرکچیان وايي د ځواکونو ویستلو لپاره دې یونیم کلن مهال ویش په پام کې ونیول شي.
مخکې ویل شوي و طالبانو هم لکه د افغان دولت په څېر پنځلس کسیز پلاوی ټاکلی خو ډیلي ټایمز لیکي طالبانو نولس تنه د مرکچي پلاوي په توګه ټاکلی چې تر پخوانۍ ډلې به یې د پریکړې واک ډیر وي.
امریکایۍ ورځپاڼې میلیټري ټایمز لیکلي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د اوړمې ورځې له څرګندونو په شاتګ کړی او ددغو څرګندونو په اړه یې سپيناوی کړی، هغه دا څرګندونې د امریکا د راتلونکي کال له ټاکنو وړاندې له افغانستانه د یو زیات شمیر ځواکونو د راویستلو په اړه کړي دي.
ښاغلي پمپیو د میلیټري ټایمز د رپوټ له مخې ویلي رسنیو د دده خبرې ناسمې خپرې کړي. ده ویلي ولسمشر په دې مساله کې روښانه دریځ لري او څومره ژر چې وکولی شو موږ به د افغانستان په عملیاتي برخه کې خپل رول پای ته رسوو خو په افغانستان کې د امریکا د ماموریت پای ته رسولو لپاره ځانګړې نیټه یا ډیډ لاین نه ده ټاکل شوې.
امریکایۍ مجلې اتلانتیک په افغانستان کې د سولې لپاره د روانو هڅو په اړه یو مطلب خپور کړی او لیکي داسې هیڅ کوم ضمانت نشته چې که په افغانستان کې د امریکا حضور پای ته او طالبان واک ته ورسیږي نو هماغسې وضعیت به نه راځي لکه اتلس کاله وړاندې چې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال و.

د عکس سرچینه، EPA
اتلانتیک د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره د دیموکرات ګوند د نوماند جان هیکین لوپر څرګندونې را اخستې چې ویلي یې دي امریکايي ځواکونه باید په افغانستان کې پاتې شي ځکه که دا سرتیري افغانستان پریږدي نو په دې هېواد کې به پرخلکو ډیره بده ورځ راشي.
ده ویلي په کار نه ده هغو خلکو ته شا کړو چې موږ ورسره د ښې راتلونکې او بیا رغونې ژمنې کړي دي.
دا خپرونه لیکي له اخلاقي پلوه دا د امریکا د راتلونکي ولسمشر دنده ده چې د آرام افغانستان لپاره د زرګونه افغان او امریکایي سرتیرو قربانۍ ضایع نه کړي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې پرون په فراه کې د ماین چاودنې ته چې له دیرشو زیات ملکي وګړي په کې ووژل شول او چارواکو د طالبانو کار وباله، اشاره کړې او زیاتوي د افغان ولسي وګړو لپاره د مرګ او ژوند ترمنځ لاره نرۍ او په ماینونو پوښل شوې ده.


















