یوه سړي د روسۍ انسټاګرام ماډلې وژلو 'اعتراف' کړی

د عکس سرچینه، KATTI_LOVES_LIFE/INSTAGRAM
روسیې کې پولیس وايي، یوه مشکوک سړي د هغې پېغلې وژلو اعتراف کړی چې پر انسټاګرام خواله رسنۍ یې زرګونه فالورز درلودل.
دغه سړی ماکسیم ګاریېف نومېږي او په یوه ویډیويي کلیپ کې لیدل کېږي چې وايي، د ۲۴ کلنې ایکاتیرینا کاراګلانوا پر غاړه او سینه یې ' لږ تر لږه د چاکو پنځه ګوزارونه کړي. '
تر اوسه معلومه نه ده چې ایا د اعتراف په ځه ډول شرایطو کې شوی او ایا مشکوک سړي مدافع وکیل درلود که نه. اغلې کاراګلانوا پر انسټاګرام پاڼه خورا ډېر مینه وال درلودل او د دطب ډاکټره وه.

د عکس سرچینه، INVESTIGATIVE COMMITTEE OF THE RUSSIAN FEDERATION
د جمعې پر ورځ د نوموړې مور پلار او د هغه کور څښتن چې دا پکې اوسېده، د دې مړی په یوه سفري بکس کې بند موندلی و. ۳۳ کلن ګاریېف وايي له هغه وروسته یې له اغلې کاراګلانوا سره لفظي شخړه وشوه، چې هغې پرلپسې په (سپکو نومونو یاداوه.)
نوموړې له هر ځل لیدو وروسته یې هغې ته پېسې ورکولې او په وروستي ځل لیدو کې هغې پرې ملنډې وهلې او (بدمخی) یې باله، چې ده و نه شو کولای ویې زغمي.
له دې مخکې د جمعې پر ورځ روسیې کې پولیسو وویل، پلازمېنه مسکو کې یې د خواله رسنۍ انسټاګرام یوې مشهورې کاروونکې مړی داسې حال کې موندل شوی، چې د چاکو ګوزارنونه پرې شوي دي.
کارګلانوا له څو ورځو راهیسې له کورنۍ سره اړیکه نه درلوده او بالاخره یې د جمعې پر ورځ خپل اپارتمان کې مړی وموندل شو.

د عکس سرچینه، KATTI_LOVES_LIFE/INSTAGRAM
نوموړې پر انسټاګرام پاڼه له ۸۵ زره ډېر فالورز درلودل او دا وروستیو کې یې د طب زده کړې سرته رسولې وې.
د ځايي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، نوموړې په دا وروستیو کې نوې ملګرتیا کړې وه او پلان یې درلود چې د جولای پر ۳۰ خپله کلیزه په هالنډ کې ولمانځي.
د سفر لپاره د چمتوالي په موخه د نوموړې مور، پلار ورته ټیلیفون وکړ، خو د ځواب له نه موندلو وروسته یې د کور څښتن ته خبر ورکړ او د هغه په مرسته یې دروازه پرانیستله چې کور کې یې د کارګلانوف مړی په یوه بکس کې بند وموند.
ځايي پولیس وايي، په کور کې یې د مقاومت یا کشمکش کومه نښه نښانه نه ده موندلې او نه هم کومه وسله هلته موندل شوې ده.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ Instagram پای
اغلې کاراګلانوا پرلپسې پر انسټاګرام پاڼه خپل تصویرونه خپرول او فالورز یې څېره فلمي ستورې اودرې هیپبورن ته ورته بلله. نوموړې دغه راز د اروپا په لر او بر کې د خپلو سفرونه تصویرونه هم خپرول.
هغې دغه راز په مسکو پوهنتون کې د جلدي یا پوټکي د ناروغیو برخه کې تخصص بشپړ کړی و.
په خپل وروستي پیغام کې کارګلانوا د یونان یوه ټاپو ته د سفر تصویرونو سره لیکلي و، چې اکثر یې زړه غواړي سفر وکړي، خو په وینا یې په یوه هېواد کې له درېیو تر پنځو ډېرې ورځې نه تېروي.
هغې دغه راز د خپلو سفرونو په تړاو بلاګ لیکنه هم کولې چې زرګونه لوستونکي یې درلودل.


















