د کورني تاوتریخوالي مخنیوي لپاره د روسي ښځو کمساری کمپاین

د عکس سرچینه، ALENA POPOVA
زرګونه روسیانو پر خواله رسنیو له حکومته د کورني تاوتریخوالي مخنیوي لایحې پارلمان ته د وړاندې کولو او منظورۍ غوښتنه کړې. د بشري حقونو فعالو الینا پوپوا او الیکسندرا میتروشینا له خواله رسنییو له کاروونکو غوښتي د (زه نه غواړم ووژله شم)یا په روسي ژبه ( янехотелаумират #) له هشټګ سره خپل تصویرونه خپاره کړي او یو غوښتنلیک لاسلیک کړي.
د خواله رسنیو کاروونکو دې لړ کې داسې تصویرونه خپاره کړي چې د وهل ټکول کېدو له کبله یې پر بدن ټپونه او د وینو نښې رسم کړې دي.
دې کمپیان سره روسیې کې د کورني تاوتریخوالي په تړاو تاوده بحثونه راپورته شوي دي. د دغه کمپاین پیلونکې الیکسندرا میتروشینا تصویر ۴۲۰ سوه زره ځله (لایک) شوی دی.
د نوموړې پیغام کې د کومیسنوی سیمې یوې اوسېدونکې اوکسانا سادیکوا ټپونه تمثیل شوي چې د اته کلن زوی په مخکې پرې مېړه د چاکو ګوزارونه کړي وو. مېرمن میتروشینا وايي:
''که موږ د کورني تاوتریخوالي مخنیوي قانون درلودای، اوکسانا به نه وژل کېده او د دې لپاره چې داسې یو قانون ولرو، باید خلک یې غوښتنه وکړي. ''
تېره میاشت د روسي ژبې یو بل هشټګ چې وايي، د هغې خطا نه وه (саманевиновата#) او په روسیه کې له ښځو سره د جنسي زورزیاتي او او وهلو ټکولو په تړاو د دغه هېواد پر مخینه پکې نیوکې شوې وې، د روسي ژبې خواله رسنیو پام ځانته کړ.

د عکس سرچینه، AFP
اغلې پوپوا وايي، دا ځل تر یوه حده شکمنه وه، چې د (یوه لوی تحریک) پیلولو لپاره به انسټاګرام پاڼه مناسبه هم وي او که نه، خو نوموړې وايي، سره له دې چې د دغه کمپاین پر ځینې ګډونوالو منفي نیوکې هم شوې، یو هم له خپلې مبارزې نه دی پر شا شوی.
نوموړې زیاتوي د دغه کمپاین پایله کې اوس د پارلمان غړو ژبه کې هم بدلون راغلی او دغه لایحه 'ډېره مهمه ' بولي. هغه وايي:
''که ښځې اوږه پر اوږه د یوې بلې تر څنګ ودریږي، بیا داسې لوی ځواک تشکیلوي. ''


















