تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
له سیلابه تښتېدلې پړانګه د یوه کور بستره کې ویده وه
د هند په اسام ایالت کې له سیلابونو یوه تښتېدلې پړانګه د یوه کور په بستره کې ویده وموندله شوه. داسې ګومان کېږي چې دغه پړانګه له نژدې (کازیرانګا) ملي پارکه تښتدېدلې وه، چې سختو سیلابونو پکې ۹۲ وحشي ځناور وژلي دي.
رپوټونه وايي، د طبیعي حیات خوندیتوب چارواکو وروسته د کور په خوب خونه کې دغې پرتې پړانګې ته د ځنګله پر لور د تېښتې خوندي لاره چمتو کړه.
د هند ځنګلي ژوو خوندیتوب ادارې چارواکي وايي، دغه پړانګه لومړی ځل د پنجشنبې پر ورځ له ملي پارکه نژدې دوه سوه کیلومتره لرې یوې لویې لارې ته څېرمه لیدل شوې وه، چې ښايي د ګاډو شور او زوږ له کبله یې سړک ته نژدې دغه کور کې پناه اخیستې.
د ځنګلي ژوو خوندیتوب ادارې راتهین بارمان چې ځنګله ته د پړانګې شړلو چارو مشري یې کوله وايي، پړانګه له ځايي وخت سره سم ګهیځ نژدې اووه بجې دغه کور ته ننوتې وه:
''خورا ستومانه معلومېده، کرۍ ورځ یې د کور په بستره کې ښه ارام کړی. ''
د کور څښتن موتي لال چې په همدې کور کې یو دکان هم لري، وايي، کور ته د پړانګې له ننوتو وروسته دی او د کورنۍ غړي یې ټول له هغه ځای وتښتېدل. نوموړی وايي، هغه رجايي او بالښت به وساتي چې پړانګې پرې خوب کړی.
چارواکو تر یوه ساعته پورې نژدې سړک د تګ راتګ لپاره تړلی و، د اورلوبو لپاره کاریدونکو موادو کوچنۍ چاودنې یې وکړې، چې ورسره پړانګه د ځنګله پر لور وتښتېده.
یونیسکو چارواکي وايي، کازیرانګا ملي پارک کې تر ۱۱۰ پورې پړانګان شته، چې وروستیو سیلابونو کې زیان نه دی ورته رسېدلی، خو په وژل شویو ځناورو کې ۵۴ هوسۍ، ۷ رهنیو، شپږ وحشي خنزیران او یو فیل شامل دي.
په هند کې سږ کال د پشکال سختو بارانونو او سیلابونو بیهار او اسام ایالتونو کې انسانانو ته هم درانه زیانونه اړولي، تر ۱۰۰ پورې کسان وژل شوي او میلیونونه نور د کور کلي پرېښودلو ته اړ شوي دي.