د ۹ کلن هلک او ۱۹ کلنې پیغلې د مینې نیمګړې کیسه

د عکس سرچینه، SONY TV
هند کې له پراخو نیوکو وروسته د هغه ټلویزیوني سیریال خپرول درول شوي، چې کیسه یې د یوې ۱۹ کلنې پېغلې او نهه کلن هلک تر منځ پر مینه راڅرخېده. نیوکه کونکو ویل دغه سیریال د ارتجاعیت بېلګه ده او ورسره به د ماشومانو ودولو دود وده کړي.
د بي بي سي خبریاله ګیتا پانډې وايي، د سې شنبې پر ورځ د دغه سیریال 'پهرې دار پیا کې ' خپرول بند شوي، چې جولای کې یې خپرونه پیل شوې وه.
ممبۍ کې له ټولو مخکې 'جې هو ' نومې خیریه ټولنې دغه سیریال 'غیر مهذب ' او د ماشومانو لپاره 'نامناسبه وباله او له هغه وروسته پرې پراخې نیوکې وشوې.
سیریال داسې پیلېږي، چې د یوې شاهي کورنۍ نهه کلن شهزاده رتن کوور ۱۹ کلنه پېغله دیا ویني، پرې مینېږي او د واده غوښتنه ورنه کوي.
نجلۍ په مینه او موسکا ځواب ورکي او وروسته دغه نجلۍ د شهزادې د ساتنې دنده پرغاړه اخلي، چې مور، پلار یې فکر کوي تربوران یې د وژلو هیله من دي.
خبریالې میګها ماتهور بي بي سي سره خبرو کې ویلي، لومړي سر کې ځینو خلکو په نجلۍ پسې د ماشوم هلک ګرځېدل نامناسب بلل، خو یو شمېر نورو بیا د نجلۍ ستاینه کوله، چې واک لري او خپله پرېکړې کوي.
د ډرامې خپرېدو مخالف تنظیم د هند اطلاعاتو وزېرې سمرتي ایراني او چینج ډاټ کام ته یوه لیک کې لیکلي:
''د یوې جنسي اړیکې وړاندې کولو لپاره ماشوم په غیر مهذب او فحش انداز ښکاره شوی دی. ''
د ډرامې خپرولو له ۱۰۰ زره ډېرو مخنیوي غوښتونکو پر دغه لیک لاسلیکونه کړي دي، چې وزیرې او چینج ډاټ کام وېبپاڼې ته استول شوی دی.
هند کې د خپرونو اړوند شورا لومړی د دغې ډرامې خپرولو وخت بدل کړ او د شپې له ۱۰ بجو وروسته یې د خپرولو امر وکړ او ورسره په لیکلې بڼه ویل کېدل 'موږ د ماشومانو د ودنو ملاتړ نه کوو '

د عکس سرچینه، SONY TV
ډرامې جوړونکو ویلي و، وروسته به د ماشوم رول د ځوان سړي پر رول بدل شي او عمر به یې ۲۱ کاله وښودل شي، خو د جې هو ټولنې مشرې افروز ملک په خبره:
''هېچا دغه تشریح نه لوستله، دغه جوړه د 'شهر عسل ' لپاره تلونکې وه، دوی به د واده د لومړۍ شپې په تړاو خبرې کولې او دا د یوه ماشوم مناسب تصویر نه دی ''
نوموړې ویلي و، د دې ډرامې خلاف به محکمې ته عریضه وکړي، خو اوس ښايي دې چارې ته اړتیا نه وي.


















