تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ښځې د خپلې مور مړی درې کاله کور کې ساتلی
د امریکا ټکساس ایالت کې یوه ښځه وروسته تر هغه نیول شوې چې د خپلې مور مړی یې په دوو خونو لرونکي کور کې درې کاله ساتلی و. دا کور د دواړو شریک و.
پولیس وايي، ۷۱ کلنې ښځې په ۲۰۱۶ کال کې د وینې د جریان ستونزه لرله او ۴۷ کلنې لور یې لازم خدمت نه دی کړی، همدا وو چې مړه شوې ده.
د دغې ښځې مړی د خوب په یوه خونه کې موندل شوی، خو لور او لمسۍ یې په یوه بله خونه کې اوسېدل.
د ښځې لمسۍ چې پنځلس کلنۍ ته نژدې شوې وه د خپلې انا له مړي سره اوسېده.
اوس دغه نجلۍ د ماشومانو په یوه پالنځي کې اوسېږي.
د نجلۍ مور اوس له ۲۰ کلونو بند او لسو زرو ډالرو غرامت سره مخامخ ده.
پولیس وايي، د نجلۍ انا په سیمه کې یوه مخوره او د درناوي وړ ښخه وه، او د سیمې په یوه ښوونځي کې ۳۵ کاله سکرتره او مرستیاله ښوونکې وه.
کله یې چې تقاعد واخیست، د ټکساس ایالت سیګوین ښار د لوبو د ټیکټ خرڅولو برخه کې یې کار کاوه.