د پارلمان غړي د 'سنډویچ' غلا له کبله استعفا ورکړه

د عکس سرچینه، MIHA KOKOLE/LMS
د سلووینیا د پارلمان یوه غړي وروسته تر هغه استعفا ورکړې، چې د پلازمېنې لیوبلیانا له یوې هټۍ یې سنډویچ غلا کړی و، چې دی وايي د کارکوونکو هېڅ پام نه و ورته شوی.
داري کراسیچ ځايي رسنیو ته ویلي، په هټۍ کې د کارکوونکو په بې پامۍ په غوسه شوی و، همدا وو چې د دغه مارکېټ امنیت وازمويي او د سنډویچ د پیسو له ورکولو پرته ترې ووځي.
د واکمن ګوند دغه وکیل له هټۍ په داسې حالت کې وتلی چې د هېچا پام نه دی ورته اوښتی، خو ټینګار یې دا دی چې بیا وروسته دوکان ته د پیسو ورکولو لپاره راغی.
دا خبر وروسته تر هغه پر خواله رسنیو خپور شو چې د چارشنبې په ورځ کراسیچ د خپلو پارلماني یارانو پروړاندې خپله غلا ومنله.
دغه ۵۶ کلن وکیل په یوه ځانګړې تلوېزیوني مرکه کې ویلي: "کابو درې دقیقې انتظار وم."
رپوټونه وايي، په هټۍ کې درېیو کارمنو کراسیچ ته هېڅ پام نه و شوی او خپل منځ کې یې بنډار کاوه، همدا وو چې د پوهنتون یوه پخواني استاد د دوی پام ازمویلو ته مخه کړه.
دی زیاتوي: "هېڅوک راپسې رانغلل، هېچا چیغه راپسې ونه وهله، کارمن کاملاً د څار پر کامرو تیکه کو او په هټۍ کې روان وضعیت ته متوجه نه وي."
کله چې د پارلمان وکیلانو د نوموړي دا کیسه واورېده، ویې خندل، خو د ګوند اړوندې ډلګۍ مشر برېن ګولوبویچ د کراسیچ دا کار د "نه منلو" بللی دی.
دی وايي "هغه یې مسؤولیت ومانه او د ګوند له معیارونو سره سمه یې استعفا وکړه."
کراسیچ په تېره سپټمبر میاشت کې د پارلمان کې غړی شوی و.


















