تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د نیوزیلنډ بریدونه: د وژل شویو شمېر ۵۰ ته وخوت
نیوزیلنډي پولیس وايي، په کرایسټ چرچ ښار کې پر دوو جوماتونو بریدونو کې د یوه بل مړي په موندل کېدو سره د وژل شویو شمېر ۵۰ کسانو ته ختلی. پولیس وايي باوري دي چې بریدګر برنټون ټرنټ دا برید په یوازې سر کړی دی.
نیول شوی ۲۸ کلن تورن قاتل په بند کې دی.
برنټون ټرنټ چې د استرالیا دی او ځان سپین پوستی بولي، د تېرې جمعې په ماسپین د نیوزیلنډ په کرایسټ چرچ ښار کې پر دوو جوماتونو بریدونه وکړل چې لږ تر لږه ۵۰ کسان یې ووژل او تر ۴۰ ډېر نور یې ټپیان کړل.
نوموړي پر خپل سر کامره لګولې وه او پر فیسبوک یې په ژونده بڼه د برید وېډیو خپروله. له برید ۱۰ دقیقې مخکې یې د نیوزیلنډ لومړۍ وزیرې جسیندا اردرن په ګډون ځینو چارواکو ته یو اوږد لیک استولی و او خپل دا بریدونه یې په کې تشریح کړي وو.
هغه په النور جومات تر خونړي برید وروسته په څلوېښت کیلومترۍ کې پر بل جومات برید وکړ او هلته یې هم پر لمونځ کوونکو ډزې وکړې خو لږ وروسته پولیس ور ورسېدل او ونیول شو.
د نیوزیلنډ د پولیسو مشر مایک بوش وویل، تر یکشنبې (مارچ ۱۷م) پورې چې کوم معلومات ترلاسه شوي، باور دا دی چې برنټون ټرنټ دا بریدونه په انفرادي ډول طرح او ترسره کړي، خو دا وروستۍ نتیجه هم نه شي کېدای.
د بریدونو په تړاو دوه نور مشکوک کسان هم نیول شوي چې په پام کې ده راتلونکې دوشنبه (مارچ ۱۸مه) محکمې ته حاضر شي.
په دغو بریدونو کې چې د نیوزیلنډ لومړۍ وزیرې ترهګریز بریدونه بللي، د دوو ماشومانو په ګډون ۵۰ کسان وژل شوي.
د دوو ټپیانو وضعیت هم د اندېښنې وړ ښودل شوی.
بریدګر پر داسې مهال محکمې ته بوتلل شو چې د زندان جامې یې اغوستې او لاسونه یې ولچک شوي وو او د قاضي د عمدي قتل په قضیه کې تورن وباله.
یو بل وسله وال کس هم نیول شوی و چې د برید پر مهال صحنې ته ننوتی و چې د برنټون مخه ونیسي خو وروسته بېرته خوشی شو.
دا د نیوزیلنډ په تاریخ کې د وژنو تر ټولو لویه پېښه ده. دغه هېواد شاوخوا څلور میلیونه وګړي لري چې یوازې یو سلنه په کې مسلمانان اوسېږي.
بریدګر د برید پرمهال پنځه ګرمې وسلې لرلې چې د لومړۍ وزیرې په وینا قانوني مجوز یې هم ورته درلود.
د جمعې ورځې د بریدونو اتلان
۵۰ کلن نعیم رشید او ۲۱ کلن زوی یې طلحه له ۲۰۱۰ کال راهیسې نیوزیلنډ کې د کډوالو په توګه اوسېدل. د شپږو پاکستي قربانیانو له ډلې دوه دوی وو.
نعیم رشید ته وروسته تر هغه پر خواله رسنیو د اتل نوم ورکړل شو، چې په یوه وېډیو کې لیدل کېږي چې پر النور جومات د برید پرمهال هڅه کوي د بریدګر مخه ونیسي، خو د هغه په ډزو لوېږي.
د هغه ورور خورشید چې د خیبر پښتونخوا ایبټ اباد کې اوسېږي، بي بي سي ته وویل، د ورور زړور چلند یې سر لوړ کړی دی:
"که څه هم زموږ د غرور لامل شوی خو ژور ټکان مو خوړلی. لکه د بدن یو غړی مو چې له لاسه ورکړی وي."
عبدالعزیز وايي، کله چې متوجه شو برنټون لینوود جومات ته ننوځي، د پیسو د اتومات ماشین دستګاه یې پر هغه ور خوشې کړه او وسله پر ځمکه ترې ولوېده، خو بریدګر خپل موټر ته د بلې وسلې اخیستو لپاره ولاړ.
عبدالعزیز وايي، کله چې بریدګر د خپل موټر له منځه بله وسله راخیسته، دوو پولیسو ایسار کړ او ونیول شو.
بنګله دېشي چارواکو ویلي، په برید کې د دوی درې وګړي وژل شوي.
مصر ویلي، د برید څلور قربانیان د دوی وګړي دي. ۶۸ کلن منیر سلیمان، ۶۸ کلن احمد جمال الدین عبدالغني، اشرف المرسي او اشرف المصري.
د اردن د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي، په وژل شویو کې دوه اردني وګړي دي.
په نیوزیلنډ کې د سعودي سفارت ویلي، په برید کې د دوی دوه وګړي ټپیان شوي وو، چې د محسن المزیني په نوم ټپي سا ورکړې ده.
د برید یو قرباني شوی د سوریې کډوال خالد مصطفی دی.
عراق هم ویلي، چې په برید کې د دوی یو وګړی شته چې حسین العمري نومېږي.
د برید لومړنی قرباني ۷۱ کلن افغان داود نبي و.
داود نبي افغانستان کې پیدا شوی او په ۱۹۸۰ مو کلونو کې نیوزیلنډ ته کډوال شوی. نوموړی د موټرو مستري و.