مودي: د خبرو وخت ختم شو، اوس د عمل وخت دی

د خپرېدو وخت

د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي ویلي، په کشمیر کې پر هندي پوځیانو تر وروستیو بریدونو وروسته د خبرو وخت ختم شوی، او د دې وخت را رسېدلی چې هند په دې اړه عملي ګام پورته کړي. نوموړي ویلي، چوپه خوله پاتې کېدل او هېڅ نه کول پخپله ترهګرۍ ته وده ورکوي.

په نوي ډيلي کې د ارجنټاین له ولسمشر سره تر لیدنې وروسته لومړي وزیر مودي خبریالانو ته وویل، اوس د دې وخت را رسېدلی چې ټوله نړۍ د ترهګرۍ پر ضد یو موټي شي.

نوموړي وویل، اوس هند نور د ترهګرو پر ضد له ګام اخیستو نشي په شا کېدلی، او که داسې کوي نو دا به ترهګرۍ ته د ودې ورکولو په مانا وي.

په کشمیر کې پر هندي پوځیانو د تېرې اونۍ له خونړي برید وروسته لومړي وزیر نرېندرا مودي څو ځله د پاکستان پر ضد څرګندونې کړې دي، او یوه جلسمه کې یې ګډونوال ته وویل، څومره غوسه چې ستاسې په زړونو کې ده هماغومره غوسه زما په زړه کې هم شته.

دا په داسې حال کې ده چې همدا نن دوشنبه د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې له وسله والو جنګیالیو سره په یوه تازه نښته کې لږ تر لږه څلور هندي پوځیان او یو پولیس وژل شوي دي. نښته هغه وخت رامنځته شوه چې هندي پوځیانو سیمه تلاشي کوله. ویل کېږي چې درې وسله وال او یو ولسي وګړی هم دې نښته کې وژل شوي دي.

هندي چارواکي وایي، درې دواړه وژل شوي وسله والو د جیش محمد ډلې غړي وو، او یوه یې د پاکستان تابعیت هم درلود.

دا وروستی برید هم په پلوامه ضلعې کې شوی، چېرې چې تېره اونۍ یوه ځانمرګي برید د هند د نیمه پوځي ملیشې ۴۶ سرتېري ووژل.

د تېرې پنجشنبې له برید وروسته هندي پولیسو او پوځیانو د کشمیر په پلوامه سیمه کې کور په کور تلاشۍ پیل کړي، او د یکشبنې پر ورځ یې کابو شل کسان نیولي هم دي.

هند د هغه برید پړه پر پاکستان ور اچولې وه، ځکه مسوولیت یې پاکستان مېشتې وسله والې ډلې جیش محمد منلی.

د دوشنبې ورځې دا وروستی برید په داسې حال کې کېږي چې په سیمه کې وضعیت خورا تاوجن دی.

هند د تېرې اونۍ له خونړي برید وروسته په اسلام اباد کې خپل سفیر بېرته کور ته ور بللی و.

اوس ویل کېږي چې پاکستان هم روان وضعیت ته په کتو سره په نوي ډیلي کې خپل سفیر د سلا مشورې لپاره بېرته اسلام اباد ته ور غوښتی.

هند پرون یکشنبه له پاکستان سره خپلې ګډې پولې ته نږدې یو شمېر پوځي تمرینات هم پیل کړل.

لومړي وزیر نرېندرا مودي ویلي، پاکستان د ترهګرو په ملاتړ سره لویه تېروتنه کړې ده او هند به یې ځواب ورکوي.

پاکستان د تل په څېر په دې برید کې هر ډول ښکېلتیا رد کړې، خو د جیش محمد ډلې مشر مولانا مسعود اظهر دا مهال په پاکستان کې ښکاره او ازاد ګرځي.

پاکستان او هند له تېرو ۷۲ کلونو راهیسې د کشمیر پر مسله خپلمنځي جنجال لري، او دواړه پر دې سیمه د مالکیت وعوه کوي.

په دې موده کې د دې دوه هستوي ځواکونو ترمنځ د کشمیر پر سر دوه ځله جګړه هم شوې.

د تېرې پنجشنبې برید په تېرو ۳۰ کلونو کې په کشمیر کې پر هندي پوځیانو تر ټولو خونړی برید بلل شوی.

لومړی وزیر نرېندرا مودي په کور د ننه تر فشار لاندې دی، او ژمنه یې کړې ده چې له دې برید وروسته وروسته به پاکستان ته مناسب ځواب ورکوي.

شنونکي وایي، دې ته په کتو سره چې په هند کې روان کال ټولټاکنې هم کېږي، لومړی وزیر مودي اړ دی چې یو نه یو ډول غبرګون وښیي.