تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د غېږ نیوونکو په ږیره پرېښودو بندیز
جاپان کې د سومو غېږنیوونکو لپاره نوی قانون وايي، چې نور دا لوبغاړي له دې وروسته ږیره نشي پرېښودلی.
د دې لرغونې لوبې ځینې لوبغاړي باوري دي چې ږیره یې په ګټه وي.
د دې لوبې مسوولان وايي، چې ږیره پرېښودل، نوکان اوږدول او خالونه وهل د دې لوبې د غېږنیوونکو د ظاهري بڼې لپاره مناسب نه دي، ځکه یې بندیز پر ولګاوه.
د سومو ټولنې مهم غړی اګوروما وايي، دا لوبه سپېڅلې ده او ډېره مهمه ده چې لیدونکي بد څه ونه ویني:
زه هیله من یم چې د لوبې پلویان د لوبې پر مهال ښه احساس وکړي.
هغه اوزاکا ښار کې د سومو ټولنې له غونډې وروسته وویل، چې له دې وروسته دې لوبه کې نوي قوانین پلي کېږي.
د نوي قانون هرکلی
جاپانۍ رسنۍ وايي، د سومو لپاره نوی قانون په دې خاطر دی چې وروستیو کلونو کې د دې لوبې نوم بد شوی و.
د سومو لوی اتل کاکوریو وايي. دا مهم ټکی دی او ټول باید نوی قانون ومني.
سومو غېږ نیونه جاپان کې لرغونې لوبه ده او ویل کېږي تاریخ یې ۱۵ سوو کلونو ته رسېږي.
د لوبې ډول
دې لوبه کې دوه غېږ نیوونکي هڅه کوي خپل سیال له کړۍ وباسي او لا یې هم د پښې له ورغوي پرته د بدن بل غړی ځمکې ته ورسوي.
دا لوبه جاپان کې رامنځ ته شوې او جاپان یوازینی هېواد دی چې په مسلکي ډول دا لوبه کوي.