نړیوالې غونډې ته په کرایه راوستل شوي موټر ورک شوي

د خپرېدو وخت

پاپوا نیوګیني کې پولیس په هغو نژدې درې سوه ګران بیه ګاډو پسې ګرځي چې د یوې نړیوالې غونډې ګډونوالو لپاره له بهره په کرایه راوستل شوي وو، خو اوس تری تم شوي.

ځايي چارواکو دغه ګاډي پروسږ کال د اسیا پسېفېک همکارۍ سازمان 'اپېک ' د غونډې مېلمنو لپاره راوړي وو.

پاپوا نیوګیني یو بې وزله هېواد دی، خو حکومت غوښتل چې نړیوال مېلمانه یې په دې لکسو او ګران بیه موټرو کې وګرځي.

اوس د سې شنبې پر ورځ یوه ځايي پولیس افسر وویل، له دې ټولګې ۲۸۴ ګاډي تري تم شوي دي. پولیس افسر ډېنیس کورکوران وايي، ورکو ګاډو کې ګران بیه لنډکروزر، فورډ، مزدا او پجېرو ډوله ګاډي شامل دي.

نوموړي رویټرز خبري اژانس ته وویل:

''د اپېک غونډې ګډونوالو ګرځېدو راګرځېدو لپاره مو ګاډي ورکړي وو، چې ۲۸۴ یې بېرته مسوولینو ته نه دي سپارل شوي ''

نوموړي زیاته کړه، ''له نېکه مرغه نژدې ۴۰ ماسیراتي ډوله ګاډي چې د هر یوه بیه نژدې ۱۰۰ زره ډالره کېږي، په سم حالت کې بېرته راوستل شوي او یوه خوندي ځای کې ساتل شوي دي. ''

چارواکو د هېواد پلازمېنه فورټ مورسیبي کې د دغو ګاډو موندلو لپاره د پولیسو یوه ډله پر دنده ګومارلې ده.

پولیس وايي د بې درکه ګاډو له جملې یې نهه غلا شوي، له ځینو یې پرزې غلا شوې او ځینې نور 'په ډېر بد حالت کې ' بېرته ورکړل شوي دي.

د سویلي پسېفېک سمندر څنډو دغه هېواد نفوس اووه اعشاریه درې ملیونو کسانو ته رسېږي او مشرانو یې تمه کوله چې دغسې نړیواله غونډه به یې هېواد ته پانګه ور جلب کړي او د نړیوالو پام به ورواړي.

خو د دغسې غونډې تنظیم هم د هېواد پر کمزوري اقتصاد یو بار و او چارواکو یې له نورو هېوادونو مرسته وغوښته. اسټرالیا، امریکا او نیوزلنډ د غونډې ګډونوالو خوندیتوب لپاره د ځانګړو پوځیانو ډلې هم دغه هېواد ته استولې وې.