ولې د ښځې او سړي مړي څنګ پر څنګ ايښوول شوي؟

    • Author, سوتک بسواس
    • دنده, بي بي سي هند
  • د خپرېدو وخت

له نن نه ۴۵۰۰ کاله پخوا د اوسني هند هریانه ایالت یوه ښار څنډو کې یو نارینه او یوه ښځه یوه قبر کې خاورو ته سپارل شوي وو. ۲۰۱۶ کال کې هندي او کوریايي ماهرینو دغه قبر په همدې سیمه کې وموند.

ماهرین وايي، قبر د هړپه مدنیت د راکهي ګړي نومي کلي اړوند و. اوس درې کاله وروسته د دغه قبر اړوند څېړنو پایلې خپرې شوې دي. د څېړنې مشر لرغونپوه وسانت شندې وايي:

''داسې معلومېږي چې دغه نارینه او ښځه چې د یوه بل په غېږ کې پراته دي، یو وخت او یو ځای مړه شوي دي، خو د مړینې سبب یې معلوم نه دی.''

ماهرین وايي، له څېړنو ثابته شوه، چې پر دواړو هېڅ ډول ګوزار نه دی شوی، له هډونو یې د شکنجې، دماغي تبې یا کومې ناورغۍ نښه نه ښکاري. اټکل کېږي چې د مړینې پر مهال نارینه ۳۸ کلن او ښځه ۳۵ کلنه وه، او د دواړو روغتيا ښه وه.

د ماهرینو په خبره داسې کومې نښې نښانې هم نه شته چې دوی دواړه د کوم ځانګړي دود له مخې یوه قبر کې خاورو ته سپارل شوي دي.

له دغه قبره نور موندل شوي څېزونه غیر عادي نه دي. ځینې خاورین لوښي، د ګران بیه کاڼو ګاڼه شامل دي، چې د هغه مهال له قبرونو معمولاً موندل کېږي.

د هغه مهال خلکو له مرګه وروسته پر ژوند باور درلود او له مړو سره یې د همدې باور له مخې له خوړو ډک لوښي او زېور ښخول. د هند او پاکستان له بېلا بېلو سیمو د هړپه مدنیت نښې نښانې نژدې دوه زره ځایونو کې موندل شوې دي.

د دغه مدنیت تر ټولو لرغونی ښار موهنجو دړو نومېږي، چې ۱۹۲۰ کې وموندل شو او اوس د پاکستان سند ایالت یوه برخه ده. له دې مخکې ۱۹۵۰ کال کې د همدې مدنیت له یوې بلې سیمې د ورته جوړې قبر موندل شوی و.

د هغه قبر موندونکو په وینا، ښځې د مېړه له مړینې وروسته ځان وژلی و، خو د دوی هغه ادعا تر اوسه رښتیا ثابته نه شوه.

ماهرینو په راکهي ګړي سیمه کې ۷۰ قبرونه موندلي چې د خلکو له مېشت ځایه یو کیلومتر لرې دي. له دغو قبونو ۷۰ پرانیستل شوي دي چې د دغې جوړې قبر کې تر ټولو ډېره دلچسپي څرګندېږي.