'بدماشې' لور ته د پلار سزا: نصیحت که ظلم؟

د عکس سرچینه، Matt Cox/Facebook
امریکا کې د یوې لس کلنې ماشومې پلار له نورو ماشومانو سره د خپلې لور له لفظي شخړې وروسته د سزا په توګه خپله لور مجبوره کړې چې تر ښوونځي پورې اته کیلومتره پیاده ولاړه شي.
د نجلۍ پلار وایي، په دې کار سره یې خپلې لور ته سزا ورکړې، خو موخه یې هغې ته نصیحت کول وو.
دغې موضوع په سیمه کې د اولاد پالنې په اړه تاوده بحثونه راپورته کړي دي.
رپوټونو کې ویل شوي ۱۰ کلنې کېرسټن ته د دریو ورځو لپاره د ښوونځي بس کور ته نه ورته.
پلار یې مټ کاکس د دې لپاره چې لور یې بیا په ښوونځي کې شخړه و نه کړي، هغه مجبوره کړه چې درې ورځې ښوونځي ته پلې لاړه شي، په داسې حال کې چې دی به یې تر شا په موټر کې روان و.
لور ته د پلار د دغې سزا ویډیو پر فېسبوک له ۱۵ میلیونو ډېرو کسانو کتلې او زرګونو کسانو پرې نظر ورکړی.
منځپانګه نه شته
په Facebook کې نور وګورئ بي بي سي. بي بي سي د نورو ویبپاڼو د محتوا مسوله نه ده.د پوسټ Facebook پای

ويډیويي کلېپ کې لیدل کېږي چې ماشومه د ښوونځي له بکس سره په دوه درجې سخته یخنۍ کې د اوهایو سوانتون ښار کې د سړک پر غاړه پلې روانه ده او پلار یې له خپل موټره د دې صحنې ویډیو اخلي.
مټ کاکس په دې ویډیو کې وايي:
لفظي ځورونه د منلو نه ده او دا زما یوه کوچنۍ هڅه ده چې خپل کاله کې یې مخه ونیسم.
ښاغلی کاکس دغه راز وايي، ځینې ماشومان له دې کبله ځان تر نورو بر بولي چې ګهیځ مهال ښوونځي ته په بس یا شخصي موټر کې ځي.
نوموړی زیاتوي، زه پوهېږم ډېر میندې پلرونه به له ما سره موافق نه وي، خو زه هغه څه کوم چې مناسب یې بولم چې لور مې پوه شي او بیا داسې و نه کړي.
پر ویډیو نژدې ۶۳ زره کمنټونه شوي، چې ځینو یې د ښاغلي کاکس (ډب نه وي ادب نه وي) پالیسي ستایلې او ځینې نورو بیا ویلي، ښاغلي کاکس د ماشومې لور پلي روانولو او بیا د هغې ویډیو خپرولو سره خپله هم بدماشي کړې.


یوه کمېنټ کې لیکل شوي:
''هیله ده نور میندې پلرونه هم له خپلو ماشومانو د نامناسب چلند حساب وغواړي ''
یوه بل کمنټ کې بیا لولو:
''ایا هغې د ځورول کېدو خلاف غبرګون ښود او ګیر شوه او په بازار کې د هغې پلي روانولو او د خلکو مخکې شرم ته د هغې تړلو ستاسې له طرحې داسې معلومېږي چې هغې غبرګون ښوولی. ''
ښاغلي کاکس یوې ځایي رسنۍ ته ویلي، کېرسټن او دوو نورو ماشومانو ته یې دغه ويډیو او پرې شوي کمېنټونه ښوولي دي.


















