تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ایران: په لاس چمتو شویو شرابو ۲۰ کسان وژلي
د ایران سویلي بندرعباس سیمه کې په لاس د چمتو شویو شرابو له څښلو وروسته تر سلو پورې کسان روغتونونو کې بستري شوي دي او یو شمېر نورو بیا ژوند بایللی دی.
د هرمزګان پوهنتون طبي علومو عامه اړیکو مشرې فاطمه نوروزیان ایسنا ته ویلي، بندر عباس کې له دې کبله د وژل شویو شمېر ۱۶ کسانو ته رسېدلی دی. بل لور ته په البرز او شمالي خراسان سیمو کې هم څلور کسان وژل شوي دي.
له مسموم شویو ۱۰ کسان د جدي طبي څارنې برخه کې ساتل کېږي او ویل کېږي، چې روغتیا یې ښه نه ده. د بندرعباس پولیسو یو افسر اسماعیل مشایخ وايي، دغه قضیه کې درې کسان نیول شوي دي.
تر اوسه ۱۶۹ کسان روغتونونو کې بستري شوي، چې ویل کېږي یو شمېر یې دیالسیز شوي او د نورو درملنه روانه ده.
د بندر عباس پولیسو مشر په وینا نیول شویو کسانو کې هغه میړه، ښځه هم شامل دي، چې کور کې یې دغه شراب چمتو کول. نوموړی پولیس افسر وايي د شرابو پلورونکی هم نیول شوی دی.
د ایران قانون له مخې له ځینې مذهبي لږکیو پرته چې رسماً یې نومونه ثبت دي، د نورو ایرانیانو لپاره د الکولي څښاک ساتل او څښل ممنوع دي، خو په پټه په لاس چمتو شويو شرابو څښاک له کبله چې معمولاً د قاچاقي شرابو پرتله په ارزانه بیه موندل کېږي، مخکې هم ایران کې یو شمېر کسان مړه شوي دي.
د ایران عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې ۱۳۹۱ کال کې دغه هېواد کې د بل هر مخدر توکي پرتله د الکولو استعمال ډېر و او الکولو څښونکو شمېر یو نیم میلیون کسانو ته رسېده، چې دغه شمېر کې د ښځینه وو ونډه ۳۰ سلنه او د نارینه وو ۷۰سلنه وه.