"امریکا د ۶۶ پاکستاني افسرانو د روزنې پروګرام لغوه کړی"

    • Author, سمیع الله موسی‌زی
    • دنده, بي بي سي / لندن
  • د خپرېدو وخت

پاکستانۍ ورځپاڼې ډان لیکلي امریکا د ۶۶ پاکستاني پوځي افسرانو د روزنې پروګرام لغوه کړی. دا ګام پر پاکستان د امریکا له خوا د روان فشار په لړ کې پورته شوی.

ورځپاڼه لیکي، دا افسران د امریکا د پوځي زده کړو د نړیوالې پروګرام په اډانه کې روزل کېدل، خو اوس د ملي دفاعي پوهنتون ته ویل شوي چې د پاکستاني افسرانو پر ځای له کوم بل هېواد څخه د سږ کال لپاره پوځي افسران را وغواړي او د سږ کال په پروګرام کې دې شامل کړي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د لوګر په ازره ولسوالۍ کې د امریکايي ځواکونو د تیرې سه شنبې ورځې هوايي برید ته اشاره کړې چې پر ولسوالۍ د طالبانو د برید د مخنیوي لپاره شوی.

په دغه هوايي برید کې ۱۷ افغانان ووژل شول.

ورځپاڼه دې ته کتنه کوي چې څنګه د دا ډول بریدونو په اړه نظر او لید لوری متفاوت وي.

نیویارک ټایمز د دواړو لوریو خبرې را اخلي، په ازره کې د افغان سیمه ییزه پولیس مشر زیړ ګل وايي، نږدې ټول وژل شوي کسان د ده سرتېري وو، خو د امریکايي ځواکونو ویاند ورځپاڼې ته ویلي، له هوا اخیستل شوي انځورونه ښيي چې د برید پرمهال هلته هیڅ افغان سرتیري نه وو.

خو ورځپاڼه لیکي، ځینې افغان چارواکي لکه د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي په دغه برید کې۳۰ طالبان هم وژل شوي دي.

نیویارک ټایمز لیکي په افغانستان کې هوايي بریدونه زیات شوي او د روان کال په لومړۍ نیمايي کې امریکايي ځواکونو په افغانستان کې څه باندې درې زره بمونه کارولي چې دا شمېر د تېر کال د همدې مودې پرتله نږدې دوه برابره دی چې د ۲۰۱۶ کال د لومړۍ نیمايي پنځه برابره دي.

ورځپاڼه لیکي، په دې سره د ملکي وګړو تلفات هم زیات شوي او د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې د تېرکال د لومړۍ نیمايي پرتله د هوايي بریدونو له امله د ملکي وګړو مرګ ژوبله ۵۲ سلنه زیاته شوې ده.

واشنګټن پوسټ

بلې امریکايۍ ورځپانې واشنګټن پوسټ پر غزني د طالبانو د تېرې ورځې برید په اړه لیکي چې دا برید داسې مهال شوی چې پتېیل شوې افغان ولسمشر په راتلونکي لوی اختر کې اوربند اعلان کړي.

ورځپاڼه لیکي د غزني برید پر افغان ځواکونو فشار ډېر کړی او له امله یې په ملي دفاع وزارت کې بیړنۍ غونډه را بلل شوې ده.

ورځپانې د یوه شنونکي دا خبره را اخیستې چې وايي طالبانو دا برید ځکه پر دې وخت کړی چې خپل نظامي زور وښيي تر څو د سولې په راتلونکې احتمالي خبرو کې له قوي دریځه برخه واخلي.

ټایمز اف انډیا

ټایمز اف انډیا لیکي په پاکستان د هند لوی کمېشنر "اچې بیساریا" د پاکستان له راتلونکي لومړي وزیر عمران خان سره لیدلي او له ترهګرۍ سره د مبارزې او کشمیر په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.

ورځپاڼه زیاتوي عمران خان غوښتنه کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دې د خبرو لړۍ بیا پيل شي.

هغه دغه راز د ټایمز اف انډیا د رپوټ له مخې ټینګار کړی چې هند دې په اسلام اباد کې د سارک ټولنې په راتلونکې غونډه کې برخه واخلي.