تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کایلي جینر په ۲۰ کلنۍ کې څنګه میلیونره شوه؟
که تاسو د کایلي جینر په هکله څه نه وي اورېدلي، نو ډېر امکان لري چې میلیونر نه یاست.
هغه د کارډېشن جینر کورنۍ تر ټولو ځوانه وارثه ده، د ریالیټي تلوېزون ستورې ده، خواله رسنیو کې مشهوره او سوداګره هم ده.
خو اوس په نړیجال یا انټرنېټ کې له خپلې ټولې کورنۍ ډېره مهمه ده.
د فوربز په نوم د سوداګرۍ مجلې په دې میاشت کې وویل، په شل کلنۍ کې د کایلي جینر ټوله شتمني ۹۰ کروړه یا ۹۰۰ میلیون ډالره ده.
په مجله کې زیاته شوې، هغه په نړۍ کې داسې څوک ده چې په ډېر کم عمر یې ډېر ژر پخپله ځان میلیونر کړی دی.
د کارډېشن کورنۍ دې تر ټولو ځوانې غړې درې کاله مخکې د مېکپ توکو پلورل پیل کړل.
که څه هم د دې ډېرې مشهورې خور کم کارډيشین ویسټ لس کاله مخکې کار پیل کړی، خو شتمني یې ۳۵ کروړه یا ۳۵۰ میلیون ډالره ده.
کایلي څنګه دومره ژر شتمنه شوه؟
پر ۲۰۱۵ کال یې ومنله چې د خپلو شونډو عملیات یې کړي، ځکه چې خپلې طبیعي شونډې یې خوښې نه وې.
له هغه وروسته یې خپله کمپنۍ کې د مېکپ سامان جوړولو ته مخه کړه او نوم یې هم کایلي کاسمېټېکس پر کېښود.
د دودیزو کمپنیو اپوټه د هغې توکي یوازې پرلیکه یا انلاین پلورل کېږي.
خو دومره منلي دي چې سملاسي پلورل کېږي.
نوموړې خواله رسنۍ هم په ښه مهارت سره کاروي او اینسټاګرام کې ۱۱ کروړه یا ۱۱۰ میلیونه څارن لري، چې ډېری یې د ۱۸ او ۳۴ کلونو ترمنځ عمرونه لري.
ډېر کم لګښت
فوربز مجله د کایلي د کمپنۍ په هکله وايي، چې لګښت یې ډېر کم دی.
یوازې ۱۲ کارمنان لري چې اووه یې ټول وخت وي، نور هم له بهر کار کوي.
ډېری اشتهاري یا اعلاني هڅې په خواله رسنیو کې وړیا کوي.
مدیره مور
مور او مدیره یې کرس جینیر د خپلو ټولو بچیانو سوداګري سمبالوي او په دې کار سره یې خپله کورنۍ میلیاردره کړه.
په بدل کې هغې ته لس سلنه برخه ور کول کېږي.
کله چې کایلي د خپلو شونډو عملیات وکړل، نو مور یې دا د سوداګرۍ لپاره ښه چانس وباله.
له مور پیدا میلیونره
کله چې فوربز مجلې کایلي تر ټولو ځوانه میلیونره وبلله، په انټرنېټ کې دا خبره په ټوکه واوښته، خلک وايي چې خپله یې دا پیسې نه دي ګټلې.
د هغې کورنۍ له لسو کلونو راهیسې د پوپ کلچر برخه ده او ډېره سوداګري لري چې دې ته هم پکې برخه ور کوي.
خلک وايي، کایلي ځکه په خپله میلیونره شوې نه ده چې کورنۍ یې له لس کلنۍ عمر راهیسې په ریالیټي تلوېزون کې مشهوروي.