د نړۍ لر او بر کې د کوچني اختر مراسم
د خپرېدو وخت
د روژې میاشتې له پای ته رسېدو وروسته د نړۍ په لر او بر کې د کوچني اختر مراسم په انځورونو کې.

د عکس سرچینه، Getty Images
د عکس تشریح، د فلپین پلازمېنه منیلا کې یوه مسلمانه مېرمن د اختر له لمانځه وروسته دعا کوي.د روژې میاشتې له پای ته رسېدو وروسته د نړۍ لر او بر کې نژدې یو اعشاریه شپږ میلیارد مسلمانانو د کوچني اختر مراسم ولمانځل

د عکس سرچینه، AFP
د هالنډ روتردام ښار په مولانا جومات کې ځايي مسلمانان د اختر لمونځ کوي.

د عکس سرچینه، EPA
د عکس تشریح، د جون پر ۱۵ مه د اندونیزیا په بیت الرحمان جومات کې مسلمانان د اختر لمونځ لپاره یو ځای شوي دي.
د عکس سرچینه، AFP
د عکس تشریح، کابل کې د کوچني اختر په مناسبت افغانان یوه بل ته مبارکي وايي
د عکس سرچینه، EPA
د عکس تشریح، سږ کال د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د اوربند له اعلان وروسته په افغانستان کې د اختر مراسم په خوښۍ ولمانځل شول. دغه تصویر کې د هرات اوسېدونکي افغانان یوه بل ته د اختر مبارکي ورکوي.
د عکس سرچینه، AFP
د عکس تشریح، د صومالیې مسلمانان موګادیشو ښار کې د اختر لمونځ ادا کوي.
د عکس سرچینه، Reuters
د عکس تشریح، د کینیا نیروبي کې مسلمانې ښځې او نجونې د اختر لمونځ ادا کوي.
د عکس سرچینه، Reuters
د عکس تشریح، د برتانیا برمنګهم یوه پارک ته ځايي مسلمانان د اختر لمانځه لپاره ورغلي وو.
د عکس سرچینه، EPA
د عکس تشریح، د لبنان بیروت کې الامین جومات
د عکس سرچینه، EPA
د عکس تشریح، د هند تر کنترول لاندې کشمیر په جمو سیمه کې د اختر له لمانځه مخکې یو هلک هنداره کې نوې پیرل شوې خولۍ ګوري.د نړۍ بېلا بېلو سیمو مسلمانان د اختر پر لومړۍ ورځ میلمستیا کوي، چې له نورو سیمو د اختر تېرولو لپاره ورغلي خپلوان او د چم ګاونډ دوستان، خپلوان یې ورسره پکې ګډون کوي. دغو میلمستیاوو کې د نورو خوړو تر څنګ وچې او لندې مېوې هم مېلمنو ته وړاندې کېږي.

د عکس سرچینه، AFP
د عکس تشریح، Iraqis prepare pastries for the festival at a shop in the capital, Baghdadد عراق پلازمېنه بغداد کې د اختر لپاره خواږه او بسکټ چمتو کېږي.

د عکس سرچینه، AFP
د عکس تشریح، بنګله دېش کې ګڼ شمېر خلک د اختر ورځو تېرولو لپاره له ښاري سیمو کلیو ته سفر کوي.
د عکس سرچینه، EPA
د عکس تشریح، اندونیزیا کې یوه ښځه د وریجو یو ډول خواړه د ونو پاڼو کې نغاړي
د عکس سرچینه، EPA
د عکس تشریح، د خیبر پښتونخوا په مرکزي ښار پېښور کې یو سړی د اختر لپاره نوي کالي پېري.
د عکس سرچینه، Reuters
د عکس تشریح، د غزې تړانګې په الرفحه سیمه کې د اختر لپاره د خوږو او میوو پیر او پلور د ټولو تصویرونو حقونه خوندي دي.