پر شمالي کوریا د ملګرو ملتونو نوي بندیزونه

د عکس سرچینه، AFP
پر شمال کوریا د نورو بندیزونو وړاندیز د امریکا له خوا شوی و، د امنیت شورا ټولو پنځلس واړه غړو په یوه خوله دغه پریکړه لیک تایید کړ.
چین د شمالي کوریا نژدې ملګری هېواد او پراخه اقتصادي اړیکي هم ورسره لري، پر شمالي کوریا د نویو بندیزونو خبره تایید کړه روسیې هم نوي بندیزونه تایید کړي دي.
داسې ښکاري چې د نویو بندیزونو په لړ کې تر ډېره هڅې پر انرژۍ سکټور راټولې دي، امریکايي چارواکي وايي شمالي کوریا په ۲۰۱۶ کال کې شاوخوا څلور نیم ملیونه بیرله خام تېل وارد کړي، د نوي پرېکړې له مخې شمالي کوریا کولی شي په کال کې یوازې پنځه سوه زره بیرله تېل له بهره تر لاسه کړي .
په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې نیکي هیلي وویل، دا نوی پرېکړه لیک په راتلونکې کې پر شمالي کوریا نورو بندیزونو ته هم لاره هواروي.
دا وايي مخکني پرېکړه لیک شمالي کوریا ته د واردیدونکو تیلو پنځوس سلنه راکمه کړه، خو اوس ددې په وینا دا بندیز نور هم سختییږي، د سپتمبر میاشتې له اتومي ازمایښت وروسته امنیت شورا شمالي کوریا ته د نفتي توکو د واردولو مخه نیولې، د نننۍ پریکړه لیک په پایله کې به د کیم رژیم د نفتي توکو تولید ۸۹ سلنه کم شي.
که شمالي کوریا په راتلونکې اتومي او یا د بالیستیک توغندي ازمایښت وکړي نو د دې پریکړه لیک له مخې امنیت شورا ژمنه ده چې نور بندیزونه به هم ولګوي.

د عکس سرچینه، AFP
د امریکا استازي وویل دا پریکړه جوت پیغام لري که نور ګواښونه کیږي نور بندیزونه به لګول کیږي او شمالي کوریا به لا ډیره ګوښې کیږي.
د نوي پریکړه لیک له مخې د شمالي کوریا هغه وګړي چې په نورو هېوادونو کې کار کوي باید په ۲۴ میاشتو کې خپل هېواد ته ستانه کړل شي.
دا د امنیت شورا لسم پرېکړه لیک دی چې د شمالي کوریا په اړه کېږي، دا پرېکړه لیک د هغه بالستیک توغندي د ازمایلو په ځواب کې کېږي چې په تېره نومبر په میاشت کې ترسره شو، دغه توغندی زر کیلومتره واټن وهلی شي.



















