تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ډيلي ژوبڼ کې د ۵۷ کلنې شامپانزې د زوکړې مېله
په هند کې د ډيلي د ژوبن مسؤولین د دې ژوبڼ د ۵۷ کلنې شامپانزې د زېږېدو میله نمانځي.
د دې ژوبڼ مشر رنو سنګ بي بي سي ته ویلي چې دا شامپانزه به د خپلې کلیزې په مناسبت ډېرې ډالۍ ترلاسه کړي او په ویاړ به یې کیک هم پرې شي.
دا شامپانزې په ۱۹۶۰ کال کې د هالنډ په امسترډام کې نړۍ ته راغله او په څلور کلنۍ کې ډیلي ته راوړل شوه.
ښاغلي سینګ ویلي چې د دې ښامپانزې چلند ډېر دوستانه دی.
دی وايي، دوی به د هغې د زېږېدو په خاطر یو کیک ورته راوړي.
ښایي د ښوونځي زده کوونکي هم په دې مېله کې ګډون وکړي.
ویل شوي چې دې شامپانزې ته به بېلابېلې ډالۍ لکه د فوټبال توپ او د لوبې وسایل هم ورکول کېږي.
د ښاغلي سینګ په وینا: "د دې لپاره چې دغه شامپانزې په ډېر شوق ويډیو ګوري، څو فلمونه هم د هغې د زېږدو د مېلې په ورځ د ځنګله د ژوند په اړه خپريږي".
ماشومان، خبریالان او نور لیدوونکي به دغه شامپانزه په بهر کې د ویډیو له لارې ګوري؛ ځکه چې هغه هېڅکله له خپل قفص نه بهر نه راوځي.
دې شامپانزې خپل نیم عمر په ډيلي کې تېر کړی.
له ۱۹۸۵ نه تر ۲۰۰۶ کال پورې د ژوبڼ د پراختیا او ودې لپاره د هند پنجاب ته لېږل شوې وه.
په ټوله کې شامپانزې ۴۰ کاله په ځنګله کې ژوند کوي، خو کولی شي له دې اوږد عمر په ژوبڼ کې تېر کړي.