تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
نیکي میناج د "غریبو مینه والو پوهنتوني فیس ورکوي"
امريکايي هنرمندې نيکي ميناج ویلي، د خپلو غريبو مینه والو د پوهنتون فیس به ورکوي. ګڼو کسانو د خپلې نیستۍ په اړه ورته لیکلي.
دې ویلي یوه محصل ته د دې لپاره ۶ زره ډالر ورکولو ته چمتو ده، خو باید ثابته کړي چې په ریښتیا هم د پوهنتون لګښتونه نشي پرې کولای.
د اغلې ميناج له دېرشو ټاکل شویو مینه والو یې د جوش په نوم یوه ته د دې لخوا دغه لګښت ورکړل شو.
اغلې ميناج د هنري کارونو لپاره د شيکاګو ښوونځيو ته یو مېلیون ډالر اهدا کړي او له نورو يې هم ماشومانو سره د ورته مرستې غوښتنه کړې.
نوموړې پر خپل ټویټر لیکلي، له اړمنو محصلینو سره به خپلې مالي مرستې ته دوام ورکړي.
د هغې ګڼو مینه والو هغې ته د خپلو درسي نومرو انځورونه استولي او د خپلو اقتصادي ستونزو یې ورته ویلي.
میناج مالي مرستې ته خپل نژدې دېرش مینه وال غوره کړي.
د روان کال لومړیو کې یوه امریکايي رپ سندرغاړي "چانش ده رپر" شیکاګو کې ښوونځیو ته یو میلیون ډالر ورکړي وو چې خپل هنري پروګرامونه پرې پیاوړي کړي.
نوموړي هغه مهال خبریالانو ته ویلي وو: "دا کار پر سیاست پورې اړه نه لري، دا کار د ځان مهم ګڼلو په پار نه دی، بلکې د ماشومانو پر پالنې پورې تړلی. "
دغه امریکايي سندرغلاړي نور هم هڅولي چې د ده لاره خپله کړي.
دی وايي: "هغه مبلغ چې ما اهدا کړی، د یوه خوځښت لپاره بلنه ده. "
نوموړی زیاتوي: "په شیکاګو او ټوله امریکا کې له لویو شرکتونو او مؤسسو غواړم چې بسپنه ورکړي او لاس په کار شي. "