د خلق ډیموکراتیک ګوند غړو د ترکیې پارلمان تحریم کړ

د خپرېدو وخت

خلق ډیموکراتیک ګوند د خپلو مشرانو او په پارلمان کې ددې ګوند څو استازو د نیول کېدو په غبرګون کې ویلي؛ د ترکیې په پارلمان کې خپل ټول فعالیتونه دروي.

دا ګوند چې د کردانو ملاتړ له ځان سره لري، د رجب طیب اردوغان دولت له منتقدو ګوندونو دی.

د خلق ډیموکراتیک ګوند پر دوو مشرانو او څو نورو استازو چې دوه ورځې وړاندې ونیول شول تور دا دی چې د هغو وسله والو ملاتړ کوي او په ګټه یې تبلیغ کوي چې د ترکیې له دولت سره په جګړه دي.

ټولو نیول شویو کسانو دا تور رد کړی او د کردستان کاګرانو ګوند (پي کې کې) سره یې هرډول اړیکو نه انکار کړی.

ورته وخت کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان خپلو غربي منتقدینو ته په ځواب کې چې پر وروستیو نیونو یې نیوکې کړي ویلي؛ اروپا د "ترهګرۍ هڅوونکې" ده.

د ترکیې لومړي وزیر بن علي یلدريم ویلي؛ که د خلق ډیموکراتیک ګوند استازي پارلمان ته له ورتګه ډډه وکړي نو "خلکو ته به یې خیانت" کړی وي.

د خلق ډیموکراتیک ګوند ویلي؛ استازي یې پارلمان کې له خپلو څوکیو استعفا نه ورکوي، خو ناستو کې به ګډون نه کوي.

بلخوا، د خلق ډیموکراتیک ګوند غړو تر نیول کېدو څو ساعته وروسته د ترکیې په سوېل ختیځ دیاربکر ښار کې د یوه موټر بمب برید په پایله کې ۸ کسان ووژل شول او تر ۱۰۰ ډېر ټپیان شول.

په داسې حال کې چې ترکیه کې دولتي چارواکي د پي کې کې ګوند ددغې چاودنې مسوول بولي، د اعماق وبسایټ چې د اسلامي دولت (داعش) اړوند خبرونه خپروي راپور ورکړ چې داعش ددغه برید مسوولیت منلی دی.

"اروپا د ترهګرۍ هڅوونکې ده"

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان چې تېرو دوو ورځو کې د غربي هېوادونو د مشرانو له سختو نیوکو سره مخ شوی په یوه توند غبرګون کې ویلي؛ "اروپا له پي کې کې نه په ملاتړ سره په حقیقت کې له ترهګرۍ ملاتړ کوي" او ده ته مهمه نه ده که اروپا کې ورته دیکتاتور وویل شي.

ښاغلي اردوغان د یکشنبې په ورځ چې پر ټلویزیون یې خبرې کولې، نړیوالو نیوکو ته په اشارې وویل؛ "ټوله اروپا له ترهګرۍ سره په جګړه ده، خو څرګنده ده په داسې حال کې چې هغوی پي کې کې په رسمي ډول یو ترهګریز سازمان پېژندلی، پي کې کې په ازاده توګه اروپا کې فعالیت کوي."

"که هغوی ماته دیکتاتور هم ووایي ماته اهمیت نه لري. دا خبرې مې پر یوه غوږ ننوځي او له بلې وځي. کوم څه چې ماته اهمیت لري دا دی چې خپل خلک مې څه بولي."

ښاغلي اردوغان همداراز وویل؛ که د پارلمان غړي د "ترهګرو" په څېر چلند وکړي، له هغوی سره به هم د ترهګرو په څېر چلند وشي.