تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اسټراليا په شپږم ځل د کرېکټ نړيوال جام وګاټه؛ انځورونه
د کرېکټ نړيوال جام پايلوبه کې اسټراليا هندۍ لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د ۲۰۲۳ کال نړيواله اتلولي وګټله. دا شپږم ځل دی چې اسټراليا د کرېکټ نړيوال جام ګټي. لومړی ځل په ۱۹۸۷، دويم ځل ۱۹۹۹، درېيم ځل ۲۰۰۳، څلورم ځل ۲۰۰۷، پنځم ځل ۲۰۱۵ او شپږم ځل یې په ۲۰۲۳ کال کې يې وګاټه.
اسټراليا د نننۍ لوبې د پچې له ګټلو سره هند د منډو جوړولو بلنه ورکړه. هند ۲۴۰ منډې وکړې چې اسټراليا د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړې.
نننۍ لوبه کې ټروېس هېډ د ۱۳۷ منډو په جوړولو سره غوره لوبغاړی ونومول شو.
د هند لپاره تر ټولو ډېرې منډې (۶۶) کې اېل راهول وکړې. وېراټ کوهلي ۵۴ منډې جوړې کړې. هند تر دې مهاله په سږني نړيوال جام کې کومه لوبه نه وه بايللې خو د تمې خلاف يې نننۍ لوبه کې لږ منډې وکړې او سيالي يې وبايلله.
دا لوبه د ګوجرات په نرېندرا مودي لوبغالي کې وشوه چې د هند لومړی وزير نرېندرا مودي او د اسټراليا مرستيال لومړی وزير رېچرډ مالز يې هم ليدو ته ورغلي وو.
کرېکټ په هند کې تر ټولو مشهوره لوبه ده، چې په میلیونونو مینه وال په لېوالتیا سره دا لوبه څاري او د اتلولۍ انتظار باسي.
د باليوډ مشهور فلمي سټوري لکه شاهرخ خان، ديپيکا پاډکون، رنوير سېنګ او ځينې نور هم لوبغالي ته ورغلي وو.