کرېکټ: افغانستان د کرېکټ نړیواله شورا کې د غړیتوب د لېرې کېدو له ګواښه ووت

د عکس سرچینه، ACB
بي بي سي پښتو ته مالومه شوې، افغانستان له هغه ګواښ وتلی چې ښايي په کرېکټ نړیوال شورا کې یې بشپړ غړیتوب له لاسه ورکړی وای.
د افغانستان د کرېکټ بورډ مشر میرویس اشرف او د دې بورډ اجرایوي مشر نصیب خان نن دوشنبه د کرېکټ د نړیوالې شورا د غړو هېوادونو د عمومي او اجراییوي مشرانو په غونډو کې برخه اخیستې.
مخکې داسې وېره وه چې ښايي د ای سي سي یا کرېکټ په نړیواله شورا کې د افغانستان غړیتوب وځنډول شي او یا يې غړیتوب ترې واخلي.
خو اوس بي بي سي ته ویل شوي چې په دغه ناسته کې د شورا ځینو غړو د افغانستان د غړیتوب ملاتړ کړی او دغه وېره اوس ختمه شوې.
په دغه ناسته کې له افغانستان سره ژمنه شوې چې مالي او تخنیکي برخو کې به مرستې نژدې دوه برابره کېږي.
د افغانستان کرېکټ بورد هم په یوه اعلامیه کې د میرویس اشرف له خولې ویل شوي "په ټوله کې دغه ناسته د افغانستان لپاره له ډېرو لاسته راوړنو ډکه وه، د نورو غوره خبرونو او زېریو ترڅنګ دا لوی زېری دی چې ډېر ژر افغانستان ته د بودیجې اندازه هم لوړه شي چې له تایید وروسته به موږ ته د اوس په پرتله ډېره بودیجه راکول کېږي."

د عکس سرچینه، ACB
د روان میلادي کال په جنورۍ میاشت کې، د ای سي سي اجرایوي مشر جیوف الاردیس د نجونو نړیوال شل اوریز جام له پیله مخکې ویلي و، په افغانستان کې "وروستي پرمختګونه" چې طالبانو پکې ښځې له لوړو زدکړو او کار راګرځولې، د کرېکټ نړیوال شورا لپاره جدي اندېښمنونکې موضوع ده.
ښاغلي الاردیس هغه مهال له رسنیو سره خبرو کې ویلي، د بشپړ غړیتوب لرونکي هېواد په توګه افغانستان لا هم ټول شرایط نه دي پوره کړي او فعالیتونه یې نیمګړي دي.
نوموړی زیاتوي: "دا ښکاره ده چې په افغانستان کې وروستي پرمختګونه د اندېښنې وړ دي"
د کړېکټ نړیواله شورا وایې، افغانستان داسې مهال له نورو بشپړ غړیتوب لرونکو هېوادونو شاته پاتې دی چې سیال هېوادونه یې ان د ښځو کرېکټ لوي لېګونه لري.
افغانستان پخوا هم په کرېکټ ډېره فعاله لوبډله نه لرله، خو د نړیوالو بنسټونو اندېښنې وروسته له هغه ډېرې شوې چې طالبانو په دغغه هېواد د ښځو پر لوبو بندیز ولګاو.
په افغانستان کې د طالبان له بیا واکمنۍ وروسته په نږدې ټولو برخو کې د ښځو او نجونو فعالیتونه بند شوي او پدې برخو کې ډېرې فعالې ښځې او نجونې له دغه هېواده ووتللې.بندیز ولګاوه.





















