کرېکټ: افغانستان له متحده عرب اماراتو د شل اوریزو لوبو لړۍ وګټله

د خپرېدو وخت

د افغانستان او متحده عرب اماراتو تر منځ د لوبو د لړۍ په درېيمه شل اوريزه سیالۍ کې افغانستان متحده عرب اماراتو ته په شپږو وېکټو ماته ورکړه او له دې بريا سره يې د لوبو لړۍ په خپل نامه کړه.

افغانستان د نننۍ لوبې د پچې له ګټلو سره لومړی د توپ اچولو پرېکړه وکړه.

د متحده عرب امارتو د پيل لوبغاړي ښه ولوبېدل، محمد وسيم ۷۵ او وېرتيا اروېند ۵۹ منډې جوړې کړې خو له دوی وروسته نور لوبغاړي په کمو منډو وسوځېدل.

د افغانستان لپاره لوبډلمشر راشد او ګلبدين نايب هر يوه دوې دوې وېکټې واخيستې، نوين الحق بيا يوازې يو لوبغاړی وسوځاوه.

د توپ وهلو په برخه کې ابراهيم ځدراڼ ۶۰ او کريم جنت ناسوځېدلې ۵۶ منډې وکړې. رحمان الله ګوربز ۲۰ او افسر ځاځي ۱۳ منډې جوړ کړې.

د نننۍ لوبې لپاره په افغان لوبډله کې درې بدلونونه راوستل شوي و. فرید احمد، حضرت الله ځاځی او مجیب الرحمان کېنول شوي او پر ځای یې ګلبدین نایب، ظاهر خان او فضل حق فاروقي اخیستل شوي دي.

د دوی له منځه ګلبدین نایب په لوبډله کې له اوږدې مودې راهیسې لوبېږي او له ښې تجربې برخمن دی خو دا د ظاهر خان لپاره لومړنۍ نړيواله شل اوريزه لوبه ده.

د دغو دریو شل اوریزو لوبو لومړۍ لوبه افغانستان دویمه یې کوربه اماراتو ګټلي وه. متحده عرب اماراتو دویمه شل اوريزه لوبه د نهو وېکټو په توپیر له افغانستانه وګټله.

دا له شاوخوا پنځه کاله وروسته د افغانستان پر وړاندې د اماراتو بریا وه، چې ګڼ غبرګونونه یې هم درلودل.

د کرېکټ یو شمېر افغان مینه والو د افغان لوبډلې په ترکیب، چمتووالي او لوبې څرنګوالي ګڼې نیوکې وکړې او د اماراتو پر وړاندې د افغانستان هسې ماتې یې کمساري بللي.

افغان لوبغاړي چې دا مهال د اماراتو پرتله د ښې نړیوالې تجربې برخمن دي د دې سیالیو اتلوالي ته ډېر وړ بلل کېږي خو کرېکټ هم لکه د نورو لوبو اټکل یې سخت دی.