کرېکټ؛ افغانستان له اماراتو لومړنۍ شل اوریزه لوبه وګټله

    • Author, یوسف خان ځدراڼ
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

افغانستان له متحدو عربي اماراتو سره د کرېکټ د دریو شل اوریزو لوبو د لړۍ لومړۍ سیالي په ۵ وېکټو وګټله.

د دې لوبې پچه افغان لوبډلمشر راشد خان وګټله او متحدو عرب اماراتو ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.

د اماراتو لوبډلې ټاکلو شلو اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو افغانستان ته د ۱۴۳ منډې هدف وټاکه.

متحدو عرب اماراتو لپاره چنډنګاپویل رضوان تر ټولو ډېرې (۴۸) منډې وکړې.

د افغانستان له اړخه توپ اچونې کې لوبډلمشر راشد خان دوه لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان د سر درې لوبغاړي که څه هم ژر وسوځېدل خو لوبه یې بیا هم نسبتآ په اسانۍ وګټله.

د افسرځاځي او کریم جنت د ۸۱ منډو ملګرتیا ټاکلي هدف ته رسېدل اسانه کړل.

کریم جنت ۵۳ او افسر ځاځي ۴۸ په زړه پورې منډې وکړې.

افغانستان لپاره د دې لوبلړۍ لومړۍ لوبه کې پر لوبډلمشر راشد خان سربېره رحمان الله ګربز ، حضرت الله ځاځی، ابراهیم ځدراڼ، افسر ځاځی، نجیب الله ځدراڼ، کریم جنت، عظمت الله عمرزی، مجیب الرحمان، فضل الحق فاروقي او نوین الحق برخه درلوده.

پدغو لوبغاړو کې افسر ځاځی له نسبتا اوږده ځنډ وروسته شل اوریزو لوبو ته غوره شوی.

افغان لوبغاړو له اماراتو سره دا لوبلړۍ د نورو راتلونکو سیالیو لپاره ښه فرصت بللی او په وینا یې لوبغاړي دغې سیالۍ ته ښه چمتو دي.

لوبډلمشر راشد خان چې له نننۍ سیالۍ مخکې یې د لوبډلې وروستي چمتووالي په اړه خبرې کولې وویل "ټوله لوبډله سره یوځای شوې، مونږ پرون په ګډه ښه تمرینات لرل، ټول هلکان له بېلابېلو لیګونو له ښو تجربو سره راستانه شوي."

ګلبدین نایب ویلي دا لوبلړۍ له پاکستان سره تر را روانو سیالیو او اسیایې جام مخکې ښه موقع ده چې لوبغاړي ترې استفاده وکړي.

افغان روزونکي رییس احمدزي هم ویلي افغان لوبغاړي به هڅه کوي چې دغه لوبې وګټي.

د هغه په وینا افغان لوبغاړي باید د اماراتو خلاف ځانونه ثابت کړي چې له لیګونو او تر اوسه تر سره شویو سترو سیالیو یې څه تجربې تر لاسه کړې.

د متحده عربي اماراتو لوبډلې هم له افغانستان سره دا سیالۍ مهمې بللې او په وینا یې ټوله هڅه به یې دا وي چې ښې لوبې وکړي.

د دواړو لوبډلو مخینه

د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ اوسنۍ لوبلړۍ د دواړو کرېکټ بورډونو د ګډ تفاهم او همکارۍ پایله کې ترسره کېږي چې له مخې به یې متحد عربي امارت خپل لوبغالي افغانستان ته نورو هېوادونو سره د سیالیو کوربه لپاره ورکوي.

له دې مخکې دواړه لوبډلې تر ډېره د کرېکټ نړیوالې شورا لخوا په تنظیم شویو سیالیو کې سره مخامخ شوې.

د شل اوریز کرېکټ په نړیواله درجه بندي کې دا مهال افغانستان پر لسم او متحده عربي امارت په ۱۳م ځای دي.

دواړه لوبډلې په وروستي ځل ۲۰۱۷م کال کې په شل اوریزه لوبه کې سره مخ شوې او په تېرو پنځو کالو کې لږ تر لږه پنځه لوبې سره کړې چې څلور د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې ګټلي خو لومړۍ شل اوریزه لوبه چې د ۲۰۱۶م کال په لومړیو کې وه متحده عربي امارتو ګټلي وه.

کرېکټ د نړیوالې شورا د معلوماتو له مخې دواړو لوبډلو د یو بل پر وړاندې تر ټولو ډېرې سیالۍ په ۲۰۱۶م او ۲۰۱۷ کالونو کې کړې.

د وروستیو سیالیو له مخې متحده عربي اماراتو ۵ نړیوالې شل اوریزه لوبې کړې چې یوه وروستۍ یې له نميبیا ګټلي او سبا به بیا د بریا لپاره هڅه کوي. خو افغان لوبډلې بیا وروستۍ درې واړه شل اوریزه لوبې چې د اسټرالیا، شري لنکا او انګلنډ پر وړاندې وې، بایللي دي.

د تجربې له مخې، د افغان لوبډلې ډېری لوبغاړي له بېلابېلو شل اوریزو سوداګریزو لیګونو دغې سیالۍ ته رسېدلي او ځينې یې په متحده عربي اماراتو کې د لسو ورځو تمریناتي کمپ درلود.

د متحده عربي اماراتو لوبغاړي بیا په سوداګریزو لیګونو کې ډېر نه دي بوخت، خو له خپلو لوبغالو سره به ښه اشنا وي.

د مهالوېش له مخې د افغانستان او اماراتو تر منځ دوه نورې لوبې هم د همدې میاشتې په ۱۸مه او ۱۹مه نېټه پلان دي.