کرېکټ: متحده عرب اماراتو دویمه شل اوريزه لوبه په نهو وېکټو وګټله

د خپرېدو وخت

د افغانستان او متحده عرب اماراتو تر منځ د شل اوريزو لوبو د لړۍ دویمه سیالي افغان لوبډلې متحده عرب اماراتو ته په نهو وېکټو وبايلله.

دغه سيالي چې د متحده عرب اماراتو په کوربتوب په ابوظبۍ لوبغالي کې ترسره شوه پچه يې افغانستان وګټله او لومړی یې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه.

افغان لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۷ منډې وکړې.

د افغانستان لپاره نجيب الله ځدراڼ ناسوځېدلې ۳۷ منډې وکړې، د ده تر څنګ حضرت الله ځاځي ۲۷، افسر ځاځي ۱۸، رحمان الله ګوربز ۱۵ او لوبډلمشر راشد خان ۱۴ منډې وکړې.

د متحده عرب اماراتو ظهور خان دوه، فريد دوه، جنيد صديقي او اکيف راجا يوه يوه وېکټه واخيسته.

په دې سيالي کې د افغانستان لپاره کريم جنت د محمد وسيم يوازينۍ وېکټه واخيسته.

افغانستان له متحدو عربي اماراتو سره د کرېکټ د دریو شل اوریزو لوبو د لړۍ لومړۍ سیالي په ۵ وېکټو ګټلې وه.

افغان لوبغاړو له اماراتو سره دا لوبلړۍ د نورو راتلونکو سیالیو لپاره ښه فرصت بللی او په وینا یې لوبغاړي دغې سیالۍ ته ښه چمتو دي.

د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ اوسنۍ لوبلړۍ د دواړو کرېکټ بورډونو د ګډ تفاهم او همکارۍ پایله کې ترسره کېږي چې له مخې به یې متحد عربي امارت خپل لوبغالي افغانستان ته نورو هېوادونو سره د سیالیو کوربه لپاره ورکوي.

د شل اوریز کرېکټ په نړیواله درجه بندي کې دا مهال افغانستان پر لسم او متحده عربي امارت په ۱۳م ځای دي.

دواړه لوبډلې په وروستي ځل ۲۰۱۷کال کې په شل اوریزه لوبه کې سره مخ شوې او په تېرو پنځو کالو کې لږ تر لږه پنځه لوبې سره کړې چې څلور د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې ګټلي خو لومړۍ شل اوریزه لوبه چې د ۲۰۱۶م کال په لومړیو کې وه متحده عربي امارتو ګټلي وه.