شاهد اپريدی د پاکستان کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر شو

د خپرېدو وخت

د پاکستان کرېکټ بورډ په وينا د دغه هېواد د ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی او لوبډلمشر شاهد اپريدی د کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټې لنډمهالی مشر نومول شوی دی.

د پاکستان د کرېکټ بورډ د خبرپاڼې له مخې شاهد اپريدی به د نيوزيلنډ پر وړاندې د لوبلړۍ لپاره د غوراوي کمېټې دنده پر غاړه ولري.

د پاکستان کرېکټ بورډ نوي مشر نجم سېټي د غوراوې نوې کمېټه اعلان کړې چې د شاهد اپريدي په مشرۍ به يې عبدالرزاق او راو افتخار غړي وي.

شاهد اپريدي چې په ۸۳ لوبو کې د پاکستان کپتانۍ کړې په خپل لوبيز ژوند کې يې ۲۷ ټېسټ ، ۳۹۸ يو ورځنۍاو ۹۹ شل اوريزې نړيوالې سيالۍ کړې دي.

نوموړي په نړيوالو لوبو کې ټولې ۱۱۱۹۶ منډې کړې او ۵۴۱ لوبغاړي يې سوځولي دي.

وړاندې د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف د کرېکټ بورډ مشر رميز راجه له دندې ګوښه او پر ځای يې نجم سېټې وټاکه. نجم سېټي چې مخکې يې هم د کرېکټ بورډ د مشرۍ دنده پر غاړه لرله په کرېکټ بورډ کې د يو لړ بدلونونو راوستلو اعلان کړی دی.

دغه بدلونونه وروسته له هغې راځي چې پاکستان روانه مياشت په کور دننه د انګلند پر وړاندې د ټېسټ لوبو لړۍ ۳-۰ وبايلله.

بل پلو د پاکستاني د کورنۍ ليګ يا پي سي اېل راتلونکې سيالۍ د فبرورۍ پر نهمه نېټه پیلېږي.

ټاکل شوې ټولې لوبې په پاکستان کې دننه د کراچۍ، لاهور، ملتان او راولپنډۍ په لوبغالو کې به ترسره شي.

په خیبر پښتونخوا کې د کومې لوبې ترسره کېدو ته ځای نه دی ورکړل شوی خو نجم سېټي وايي هڅه کوي چې په راتلونکي کې پېښور کې هم د کرېکټ لوبې بېرته پيل شي.