تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د هند غوره لیګ؛ د انګلنډ سام کرن تر ټولو ګران بیه لوبغاړی شو
د هند کرېکټ غوره لیګ (ای پي اېل) د لوبغاړو لیلام یا بولۍ په تاریخ کې د انګلنډ سام کرن تر ټولو ګران بیه لوبغاړی شو چې د پنجاب کېنګز لوبډلې له خوا په څه باندې دوه اعشاریه اووه میلیونه ډالره واخیستل شو.
شپږو ډلو د ۲۴ کلن انګلیس لوبغاړي په اخیستلو سیالي سره وکړه چې په پایله کې پنجاب لوبډله یې په پېرلو بریالۍ شوه.
د انګلنډ بل لوبغاړی هاري بروک په څه باندې یو نیم میلیونه ډالره وپلورل شو. هاري بروک له پاکستان سره په دریو تېسټ سیالیو کې چې ۳-۰ یې وګټلې، تر ټولو ډېرې منډې هم وکړې.
سام کرن د روان کال په شل اوریزو سیالیو کې د جام غوره لوبغاړی وبلل شو، دغه لوبغاړي د انګلنډ له خوا د نړیوال جام په ګټلو کې مرسته وکړه.
کرن تېره میاشت په اسټرالیا کې هم ښه وځلېد او د سیالیو پر مهال یې ۱۳ وېکټې اخیستې وې، دغه راز د پام وړ منډې یې هم کړې وې چې ورسره د یوه الرونډر په توګه وپېژندل شو.
تېر کال د ای پي اېل سیالیو تر ټولو ګران بیه لوبغاړی د سويلي افريقا الرونډر کرېس مورېس وو چې د راجستان رایلز لوبډلې په څه باندې یو اعشاریه نهه میلیونه ډالره اخیستی و.
د ای پي اېل سیالیو لوبغاړو لیلام ته یو شمېر افغان لوبغاړي هم وړاندې شوي.
محمد نبي، قیس احمد، نوین الحق، کریم جنت، مجیب ځدراڼ، اظهارالحق، نجیب ځدراڼ او غضنفر شامل دي.
راشد خان، فضل الحق فاروقي، نور احمد او رحمن الله ګوربز وار دمخه خپلو لوبډلو له ځان سره ساتلي دي.
د ۲۰۲۳ کال ای پي اېل سیالیو ته د ۷۱۴ تنو هندي او ۲۷۷ بهرنیو لوبغاړو په ګډو ۹۹۱ تنو نوم لیکنه کړې وه.
د ۲۰۲۳ کال ای پي اېل سیالیو لپاره هره لوبډله کولای شي چې د بولۍ پر وخت د اتو بهرنیو لوبغاړو په ګډون ۲۵ لوبغاړي واخلي.