سيډني تنډر کرېکټ لوبډلې له فضل الحق فاروقي سره تړون لغوه کړ

فاروقي

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

د کرېکټ بېګ باش لیګ سیالیو کې لوبېدونکې لوبډلې سيډني تنډر له افغان لوبغاړي فضل الحق فاروقي سره خپل تړون لغوه کړی دی.

د دغه ۲۲ کلن تېز توپ اچوونکي افغان کرېکټ لوبغاړي پر ضد د روانې دسمبر میاشتې پر ۱۵ نېټه شکایت ثبت شوی و او د اسټرالیا کرېکټ بورډ یې په اړه پلټنه پیل کړې وه.

دغه بورډ د شکایت موضوع پټه ساتلې او نور جزیات نه دي ورکړي چې دا شکایت د څه په اړه و او له کبله یې ولې د ښاغلي فاروقي په اړه پلټنه کېږي.

خو سيډني تنډر لوبډلې دومره ویلي چې د پلټنو په پایله کې د هغه قرارداد لغوه کوي او لامل یې دا بللی چې ګواکې "ده زموږ له ارزښتونو خلاف ناسته ولاړه کړې".

د اسټرالیا د نیو ساوت ویلز کرېکټ اجرایيه مشر او د سيډني ټنډر لوبډلې عمومي مدیر لي جرمن ویلي، "د فضل الحق فاروقي چلند زموږ له ارزښتونو بهر دی او پرېکړه وشوه چې د هغه تړون باید لغوه شي"

ښاغلي جرمن همدا راز ویلي، "زموږ پام اوس له هغو سره پر مرستې ورټول دی چې د دې پېښې له کبله زیانمن شوي دي"

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې دغه تېز توپ اچوونکی تېره میاشت په اسټرالیا کې په نړیوال جام کې ښه ولوبېد او له کبله یې د سېډني تنډر لوبډلې خوښ شو او له ده سره یې د نهو لوبو تړون وکړ.

هغه د بېګ باش لیګ په څلورو لوبو کې دې لوبډلې ته پنځه ویکټې اخیستې دي.

سيډني تنډر لوبډلې ویلي چې تر اوسه د فضل الحق فاروقي ځای ناستي په اړه پرېکړه نه ده شوې.