د پاکستان کرېکټ غوره لیګ کې دوه نور افغان لوبغاړو ته ځای ورکول شوی

پي سي اېل

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د پي سي اېل اتم پړاو سیالیو کې ټولې شپږ لوبډلې سیالي سره کوي، چې د ۲۰۲۳ کال فبرورۍ میاشتې په نیمايي کې پیلیږي
د خپرېدو وخت

د پاکستان کرېکټ غوره سیالیو (پي اېس اېل) کې دا ځل هم افغان لوبغاړ ته ځای ورکړل شوی دی، چې تر ډېره یې توپ وهونکي اخیستل شوي دي.

دا ځل د افغان لوبغاړو له ډلې راشد خان له لاهور قلندرز، مجیب الرحمن له پېښور زلمي، فضل الحق فارقي او رحمن الله ګوربز له اسلام اباد یونایټېد او نوین الحق له کویټه ګلډیټرز لوبډلو سره لوبېږي.

تېرو سیالیو کې محمد نبي، قیس احمد، حضرت الله ځاځی، نور احمد لکڼوال او وقار سلامخېل هم لوبېدل خو په راروان پړاو کې ورته ځای نه دی ورکول شوی.

د پي سي اېل اتم پړاو سیالیو کې ټولې شپږ لوبډلې سیالي سره کوي، چې د ۲۰۲۳ کال فبرورۍ میاشتې په نیمايي کې پیل او د مارچ میاشتې تر ۱۹ به دوام وکړي، چې ټولې ۳۴ سیالۍ به پکې ترسره شي.

د پاکستان سوپر لیګ اووم پړاو سیالیو کې د افغانستان ورو توپ اچونکی نور احمد د کویټه ګلیډیټرز لوبډلې سره لوبېده. تېر کال نور احمد کویټه ګلیډیترز په سېلور کټګوري کې واخیست، خو تر هغه وړاندې بیا له کراچۍ کېنګز لوبډلې سره لوبېده.

اوسمهال د افغانستان ګڼ شمېر لوبغاړي د نړۍ په بېلابېلو لیګونو کې لوبېږي.

راشد خان، مجیب ځدراڼ، فضل الحق فاروقي، اظهارالحق نوید په بېګ باش لیګ کې لوبېږي، دغه راز یو شمېر نور لوبغاړي دا مهال د شري لنکا په کرېکټ لیګ کې هم لوبېږي.

پي سي اېل

د عکس سرچینه، PCB

د عکس تشریح، په ۲۰۲۲ کال کې د دغو سیالیو اتلولي د لاهور قلندرز لوبډلې ګټلې وه.

ټاکل شوې د ۲۰۲۳ کال پي سي اېل ټولې لوبې په پاکستان کې دننه وشي چې د کراچۍ، لاهور، ملتان او راولپنډۍ په لوبغالو کې به ترسره شي. خو په خیبر پښتونخوا کې کومې لوبې ترسره کېدو ته ځای نه دی ورکړل شوی.

په دغو لوبو کې د نورو لیګونو په شان هر لوبغاړی ځان ته جلا بیه نه لري بلکې په کټګوریو او برخو وېشل کېږي، چې په پلاټینیم، ډایمنډ، ګولډ، سېلور او اېمېرجېنګ سره وېشل کېږي، هر لوبغاړی چې په کومه کټګورۍ کې شامل وي نو د هغه لست نورو لوبغاړو په شان به معاش اخلي.

په ۲۰۲۲ کال کې د دغو سیالیو اتلولي د لاهور قلندرز لوبډلې ګټلې وه.