تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کرېکټ، انګلستان د نړیوالو شل اوریزو سیالیو پایلوبې ته لار ومونده
د انګلستان د سر لوبغاړو جوزبټلر او الیکس هېلز تر پایه توپوهنه وکړه او پرته له دې چې وسوځي د شل اوریزو سیالیو نړیوال جام ته یې لار ومونده. دوی هند ته په لس وېکټو ماتې ورکړه.
الېکس هېلز په ۴۷ توپونو ۸۰ او جوز بټلر بیا په ۴۹ توپونو ۸۰ منډې جوړې کړې.
که څه هم د هند لپاره هارډېک پانډیا ښه لوبه وکړه او په ۳۳ توپونو یې ۶۳ منډې وکړې او ویرات کهولي هم پنځوسیزه وکړه، خو دا منډې د بریا لپاره هېڅ کافي نه وې. ځکه د انګلستان لوبډلې د ۱۶۹ منډو هدف یواځې په شپاړسم اوور کې پوره کړ.
د انګلستان لپاره د دوی توپ وهونکو هم خپل دنده ښه ترسره کړه عدیل رشید او کرېس اووک ښه توپ اچونه وکړه
انګلستان به د یکشنبې په ورځ له پاکستان سره مخ کیږي.
پاکستان وار دمخه نيوزيلنډ ته په ماتې ورکولو سره پایلوبې ته لار موندلې وه.
د کرېکټ شل اووریز نړیوال جام سږ کال په اسټرالیا کې روان دی. دغه لوبې د اکتوبر میاشتې پر ۱۶مه پیل شوي چې د نومبر تر ۱۳مې نېټې دوام کوي.
دا د شل اوریزو نړیوالو سیالیو اتم پړاو دی.
هند د دغو اتلولیو څخه یو ځل جام ګټل دی. پاکستان، انګلستان او سریلانکا یو یو ځل دغه اتلولۍ خپلې کړې دي، تېر ۲۰۲۱ کال کې بیا اسټرالیا اتلولۍ ته ورسېده. خو ویست انډیز بیا دوه ځلې دا اتلولي خپله کړې.
خو د کرېکټ نړیوالې شورا په مهالوېش کې د ستونزو او وروسته بیا د کورونا وبا له امله د ۲۰۱۶ او ۲۰۲۱ کلونو تر منځ د شل اووریزو لوبو نړیوال جام لوبې ونه شوې.
افغانستان د شل اوریزو نړیوال جام سیالیو کې پنځه لوبې درلودې چې دوه یې د باران ورښت له امله ونه شوې او درې نورې یې بیا بایلودې.
تر ډېره داسې انګېرل کېدل چې په پایلوبه کې به هند له پاکستان سره مخ شي، خو انګلستان هند ته د سختې ماتې ورکولو سره اوس پاکستان سره لوبه کوي.
خو د یکشنبې په ورځ په مېلبورن ښار کې د باران ورښت وړاندوینه شوې چې ښايي د لوبې پر بهیر خپل اغېز ولري.