البانيايۍ جرمي ډلې له کډوالو بريتانيا کې د نشه يي توکيو کاروبار کې ګټه اخلي

A woman in a hi-vis UK Visas and Immigration jacket walks beside a man wrapped in a towel

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

بي بي سي ته ویل شوي د البانیا د نشه يي توکو کاروباري ډلې د فرانسې په شمالي سیمو کې د کډوالو پنډغالي د کسانو د ګومارلو لپاره کاروي. دوی هغو کسانو ته د پیسو وړاندیز کوي چې چمتو وي بريتانيا ته له رسېدو سره د مخدره توکو په کاروبار کې ورښکېل شي.

د بريتانيا حکومت د شمېرو له مخې د څلوېښت زره کسانو له ډلې درېيمه برخه یې البانیایان دي چې په روان کال کې د وړو کیښتیو له لارې بريتانيا ته ورغلي دي.

د کانال په دواړو غاړو کې د پولیسو او کډوالۍ لوړپوړي مشران د البانیایانو په اړه اندېښمن دي، چې له کاناله د تېرېدو په برخه کې د منځکړي په توګه چارې ترسره کوي.

بي بي سي له هغو البانیایانو سره خبرې کړي چې د فرانسې سمندرغاړو ته تللي او غواړي د کوچنیو کښتیو په وسیلې له کاناله بریتانیا ته واوړي. دوی بي بي سي ته د بېلابېلو قاچاق کوونکو او د هغوی د وړاندیزونو په اړه خبرې کړې دي.

البانیایان د نورو ډلګیو ترمنځ د منځګړي دنده ترسره کوي چې زیاتره یې عراقي کردان دي او د کوچنیو بېړیو عملیات کنټرولوي.

د بي بي سي خبریالانو البانیا ته هم سفر کړی او کتلي یې دي چې پلازمینې تیرانا ته نژدې ښارګوټي تش پاتې دي، زیاتره ځوانانو یې د فرانسې لار خپله کړې ده.

Laknas in ALbania
د عکس تشریح، ويل کېږي د لکناس ۷۰ سلنه وګړي د بريتانيا پر لور خوځېدلي

دوی د کډوالو په توګه له دوو البانیايي قاچاق وړونکو سره اړیکه نېولې وه چې په ټولنیزو رسنیو کې یې په دې اړه اعلانونه کول، هغوی دواړو په نیم ساعت کې بېرته ځواب ورکړ.

دوی وايي موږ ته دوه غوراوي راکړل شول یا فرانسې ته له تلو مخکې پیسې ورکړو او یا هم بريتانيا ته د رسېدو پر وخت د پیسو ورکولو ضمانت ورکړو. دوی موږ ته د پناه غوښتنې په اړه مشوره راکړه.

یو وویل: "زه به تاسو سره له کالې بندره، بريتانيا ته په تېرېدو کې مرسته وکړم." "بلجیم ته په بس کې لاړ شه، او له هغه ځایه کالې ته د اورګادي یا ټکسي په وسیلې دوه یا درې ساعته لار ده."

دی وايي، "کله چې د تګ وخت را ورسېږي، زموږ کسان به درشي او تاسو به له هوټله راولي،" موږ ته یې وویل. "تاسو ته به کومه ستونزه نه وي."

بل تن یې راته وویل چې د سفر په اوږدو کې به له موږ سره په اړیکه کې وي: "زه به له تاسو سره ستاسو د لارې په موندلو کې مرسته وکړم، هلته رسېدل خورا اسانه دي."

خبریال ترې پوښته کړې، کله چې دوی بريتانيا ته رسېږي نو له پولیسو سره څنګه چلند وکړي.

یوه یې په ځواب کې ورته ویلي "ډاډه یم چې پولیس به تاسو ونیسي. تاسو باید د پناه غوښتنه وکړئ. که چا د پناه غوښتنه نه وي کړې بېرته یې لېږي. نور هېڅ ستونزه نشته. "

Anonymous Albanian migrant

عیني شاهدان وايي په روان دوبي کې البانیایانو په ډونکریک کې د کډوالو عمده کمپ یوه برخه او شاوخوا هوټلونه نیولي وو.

هلته ځینې ځایونه شته چې البانیايي منځکړي د مشتریانو انتظار کوي، چې د عراقي کردانو سره اړیکې لري.

یو جګپوړی فرانسوي چارواکی وايي اوس مهال د کوچنیو بېړیو شبکې عملیات او چارې ۸۰٪ عراقي - کرد شبکې پرمخ وړي. چې د ډلو ترمنځ پکې د نښتو ګواښونه هم شته.

د بريتانيا حکومت وايي، سږ کال ۱۲۰۰۰ البانيايي وګړي په وړو کښتيو کې دغه هېواد ته ورغلي، چې نژدې ټول يې تنکي ځوانان دي.

البانیا موافقه کړې چې په چټکۍ سره خپل هغه وګړي بېرته هېواد ته ستانه کړي چې په بريتانيا کې د پاتې کیدو حق نه دی ورکړل شوی، او دوی د برتانیا د سرحدي پولیسو سره د مرستې لپاره خپل کارکوونکي هم ورلېږلي دي.

خو د البانیا لومړی وزیر ایدي راما وايي، په شمالي فرانسه کې فعالې شبکې نړیوالې دي او دا چې د دوی حکومت په دې برخه کې د مبارزې لپاره محدود واک لري.

د ښاغلي ایدي راما په وینا "د کانال چارې د جغرافیایي او سیاسي پلوه د البانیا د حکومت په غاړه نه د".

له فرانسې د کوچنیو کیښتیو په وسیلې د البانیايي وګړو قاچاقي شبکې له پخوا موجودې وې. له لسیزو راهیسې، په فرانسه او بلجیم کې البانیایي منځګړو خپل هېوادوال د بريتانيا د لاریو په وسیلې پټ لېږدول.

د بېړیو په بندرونو کې د فرانسې او بريتانيا له خوا ټینګو امنیتي تدبیرونو او پراخې پانګونې دا لاره ډېره ستونزمنه او خورا ګران بیه کړې ده.