کرېکټ نړیوال جام: پاکستان نیمه پایلوبو ته د تګ څومره چانس لري؟

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

استرالیا کې د کرېکټ د روان نړیوال شل اوریز جام د یکشنبې ورځې لومړۍ دوه لوبې د پاکستان په ګټه پای ته ورسېدې. دوی خپله لوبه له نیدرلنډز وګټله او بنګله دېش زمبابوې ته په درې منډو ماته ورکړه.

د کرېکټ پاکستاني مینه والو هیله لرله چې هند به سویلي افریقا ته ماته ورکړي خو داسې ونه شول او لوبه سویلي افریقا وګټله.

دې سره پاکستان ته (بي) ګروپ کې نیمه پایلوبو ته د لار موندلو تګ نور هم سخت شو.

پاکستان روان نړیوال جام کې خپلې لومړۍ دوه لوبې بایللې.

هند یې پیاوړی سیال وو خو زمبابوې ته د لوبې بایللو یې نیمه پایلوبو ته د وتلو چانس راکم کړ.

که د یکشنبې له لوبو وروسته (بي) ګروپ ته سر ورښکاره کړو نو سویلي افریقا پنځو نمرو سره د ګروپ سر کې ده. هند څلور نمرې لري او په دویم ځای کې دی.

همدا دوه لوبډلې اوس بل پړاو ته د وتلو لپاره مخکښې ګڼل کېږي. د هند دوه پاتې لوبې له بنګله دېش او زمبابوې سره دي.

دوی که دواړه لوبې وګټي نو حتما نیمه پایلوبو ته وځي خو د یوې لوبې په ګټلو یې هم چانس شته. د سویلي افریقا نسبتآ پیاوړې لوبډله خپلو وروستیو دوه لوبو کې له پاکستان او نیدرلنډز سره مخامخېږي.

که داسې وګڼل شي چې جنوبي افریقا به له نیدرلنډ لوبه په اسانۍ وګټي نو که بیا یې پاکستان ته وهم بایلي، د ۷ نمرو په لرلو کولی شي نیمه پایلوبو ته ووځي.

د پاکستان لپاره لویه ستونزه دا ده چې اوس یې بل پړاو ته د تګ برخلیک په خپل لاس کې نه دی.

دوی یوازې دومره هڅه کولی شي چې له بنګله دېش او سویلي افریقا سره خپلې پاتې دواړه لوبې وګټي خو کېدای شي دا هم ورسره نیمه پایلوبو ته تګ کې مرسته ونه کړي.

د پاکستان لوبډله به دې ته اړتیا ولري چې د ګروپ د ځینو نورو لوبو پایلې هم د دوی په ګټه تمامې شي.

پاکستان ولې دې حالت کې دی؟

د نړیوال جام له پیل وړاندې د پاکستانۍ لوبډلې په اړه ویل کېدل چې د نړۍ تر ټولو غوره تېز توپ اچوونکي لري.

تېز بالران یې رښتیا هم تر دې دمه ښه ځلېدلي خو د توپوهنې ډګر کې یې پخوانۍ ستونزې لا پر ځای دي.

تر ټولو لویه مساله یې د لوبډلمشر بابر اعظم خراب بیټېنګ دی. دی تر اوسه د نړیوال جام په دریو لوبو کې ښه نه دی ځلېدلی.

ورسره د دوی د پیل بل توپ وهونکی محمد رضوان هم پر دې نه دی توانېدلی چې پرله پسې ښه ولوبېږي.

پاکستان د توپ وهنې برخه کې پر دغو دوو لوبغاړو ډېره تکیه کوي او چې دوی ښه ونه لوبېږي - بیټېنګ کې ستونزو سره مخ وي.

زمبابوې ته د لوبې له بایللو وروسته یې د لوبغاړو مورال هم بایللی ښکاري. ان د نیدرلنډز د ۹۲ منډو هدف تعقیب کې یې هم څلور لوبغاړي وسوځېدل او دا نسبتآ کوچنی هدف یې په ۱۴ اورونو کې پوره کړ.

دا د یوې داسې لوبډلې ښکارندویي نه کوي چې پر ځان باوري وي. ‌

د پاکستان پاتې دوه لوبې هم اسانه نه دي. په ځانګړي ډول له سویلي افریقا سره به یې لوبه سخته وي.

که د هند ماتولو پر مهال د جنوبي افریقا د چټک بالرانو، په ځانګړي ډول د لونګي اېنډېډي لوبه یې په غور وکتل شي، چې هندي توپ وهونکي یې په څومره مهارت وسوځول‌،‌ نو دا به روښانه شي چې پاکستان به له یوې پياوړې لوبډلې سره مخ وي.

کرېکټ دی هر څه په کې شوني دي. هند خپلې پاتې دوه لوبې بایللې شي، جنوبي افریقا هم همداسې... خو په اوسني حالت کې د کرېکټ شنونکي نیمه پایلوبې ته وتلو لپاره د پاکستان چانس کم ګڼي.