تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کرېکټ نړيوال جام: زمبابوې پاکستان ته په يوه منډه ماته ورکړه
د کرېکټ نړيوال جام په نننۍ سيالۍ کې زمبابوې پاکستان ته يوه منډه ماته ورکړه.
د نننۍ لوبه پچه زمبابوې وګټله او لومړی يې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه. زمبابوې په ټاکلو شلو اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره پاکستان ته د ۱۳۱ منډو هدف وټاکه.
د تمې خلاف پاکستان ونتوانېد ټاکلی هدف پوره کړي او سيالي يې په يوه منډه وبايلله.
د زمبابوې لپاره شان وېليمز ۳۱، کرېګ اېروېن ۱۹، رېچرډ نګراوا ۱۹ او وېسلي مادهېور ۱۷ منډې وکړې.
په توپ اچوونه کې د پاکستان محمد وسيم څلور، شاداب خان دری او حارث روف يوه وېکټه واخيسته.
په توپ وهنه کې بيا د پاکستان شان مسعود تر ټولو ډېرې (۴۴) منډې جوړې کړې. د ده تر څنګ محمد نواز ۲۲، شاداب خان ۱۷ او محمد رضوان ۱۴ منډې وکړې.
د زمبابوې سکندر رضا دری، لوک جانګوي دوې بلېسېنګ موزرباني او شان وېليمز يوه يوه وېکټه ترلاسه کړه.
د زمبابوې سکندر رضا غوره لوبغاړی ونومول شو.
له دې ماتې وروسته اوس په ګروپ کې پاکستان په پنځم نمبر دی. هند لومړی، جنوبي افريقا دويم او زمبابوې په درېيم نمبر ځای لری.