کابل کې د والیبال غوره لیګ دویم پړاو امالبلاد لوبډلې ګټلی
د خپرېدو وخت
نن کابل کې د والیبال غوره لیګ سیالۍ چې لس ورځې مخکې پیل شوې وې پای ته ورسېدې .د شنبې په ورځ (اکتوبر ۱۶مه)، کابل کې امالبلاد لوبډلې د والیبال غوره لیګ دویم پړاو اتلولي وګټله.
د افغانستان د والیبال غوره لیګ چې د تلې میاشتې په ۱۷ مه نېټه د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست په جمنازیوم کې د امالبلاد، نښتر، نګین هریوا، بالاحصار، سپین غر او بُست لوبډلو ترمنځ پیل شوی و، پای لوبې ته یې امالبلاد او بالاحصار لوبډلو لار مومندلې وه چې د امالبلاد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد.
د دې غوره لیګ په پایلوبه کې د امالبلاد لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې بالاحصار ته ۳-۱ په توپیر ماتې ورکړه او د والیبال غوره لیګ دوهم پړاو اتلولي یې د دویم ځل لپاره وګټله.د یاد غوره لیګ د پای په مراسمو کې ګتونکې لوبډلې او غوره ورزشکارانو ته مډالونه او ډالۍ هم ورکړل شوې.























