تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ښځو د حقونو له کبله د فوټبال له نړیوال جام د ایران د ایستلو غوښتنې
د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) حقوقي ډلې د ایران فوټبال لوبغالو کې د ښځو تماشا کوونکو د بندیز له کبله د فوټبال له نړیوال جام نه د ایران د ایستلو غوښتنه کړې ده.
د "پرانیستو لوبغالو" په نامه دې ډلې پوښتلي چې ولې ایران ته په نړیوال جام کې د لوبېدو اجازه ورکړل شوې حال دا چې چارواکي یې "ښکلو لوبغالو کې ښځینه تماشا کوونکې منع کړې دي".
دا غوښتنه څو اونۍ وروسته تر هغه وشوه چې له ۱۹۷۹ کال راپدېخوا په لومړي ځل د فوټبال سیمه ییزو سیالیو کې د ښځو حضور ته اجازه ورکړل شوه.
یادې ډلې په یوه پرانیستي لیک کې د فیفا مشر جیاني انفانتینو ته ویلي: "ایرانۍ ښځه د اسلامي جمهوریت پر چارواکو او د دغه هېواد د فوټبال پر فدراسیون باور نه لري، او نه هم پر دې باوري چې د ۲۰۲۲ کال د ډیسمبر پر ۱۸مه د فوټبال جام تر پایته رسېدو وروسته دې د ازادۍ لوبغالی د دوی پر مخ پرانیستل شي".
دوی زیاتوي، هغه مېرمنې چې قطر ته د لوبو د لیدو لپاره سفر کوي، وېره لري چې ګنې د ایراني چارواکو سرې کرښې به ماتې کړي او دا وېره هم شته چې جاسوسان یې وڅاري.
دغې حقوقي ډلې ویلي، د فوټبال لوبو له تماشا نه د ښځو راګرځول د فوټبال له نړیوال قانون سرغړونه ده او فیفا باید " د ۲۰۲۲ کال قطر جام نه ایران سملاسي وباسي".
ایراني خبري رسنیو ویلي چارواکو په اګسټ میاشت کې ښځو ته د لوبو د لیدو اجازه ورکړ. دا جازه وروسته تر هغه ورکړل شوه چې فیفا له ایراني چارواکو وغوښتل چې پخپلو لوبغالو کې ښځو ته د لوبو د تماشا امکانات برابر کړي.
فیفا مخکې بي بي سي ته ویلي وو، پر دې مسلې به "سترګې پټې" نه کړي.
په ایران کې داسې قانون نه شته چې ګنې ښځې د لوبو فعالیتونو کې له حاضرېدو منع کړي، خو د دوی حاضرېدل کمیابه کار دی ځکه چې تر ډېره لوبغالو ته د ننوتلو اجازه نه ورکول کېږي.
د رویټرز په یوه رپوټ کې راغلي چې د سړو د فوټبال لوبو کې د ښځو حضور عملاً ممنوع دی ځکه چې شیعه مذهبي مشرانو یې پر حضور اعتراض کړی.
دا مهال ایران کې د ۲۲ کلنې کردۍ مهسا امیني تر نیول کېدو او مړینې وروسته لاریونونه روان دي.