تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کرېکټ: خوست کې د زرغون افغانستان سیالۍ هندوکش لوبډلې وګټلې
د افغانستان په خوست ولایت کې د زرغون افغانستان کرېکټ په نامه ټورنمېنټ د هندوکش سټرایکرز لوبډلې وګاټه.
د دغو لوبو پایلوبه د هندوکش سټرایکرز او د پامیر لېجنډز لوبډلو ترمنځ نن (جمعه) وشوه.
پامیر د پچې له ګټلو وروسته لومړی د منډو جوړولو پرېکړه وکړه خو نننۍ سيالي د باران له کبله رالنډه شوه. پامير په ۳۳ اورونو کې مخالفې لوبډلې ته د ۲۰۴ منډو هدف وټاکه.
هندوکش سټرایکرز دا هدف په خپل وروستي اور کې پوره کړ او د زرغون افغانستان کرېکټ یو ورځنۍ سیالیو جام اتلولي یې خپله کړه.
په یاده لوبه کې ابراهیم ځدراڼ، بشیر شاه او نجیب الله ځدران ښه وځلېدل.
ابراهیم ځدران ۶۰ منډې وکړې او له همدې امله د پایلوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.
هغه، چې تر دې وړاندې یې یوه سلیزه هم کړې وه، د ټولټال ۲۵۴ منډو په جوړولو سره د ټورنمنټ غوره لوبغاړی هم شو.
د زرغون افغانستان جام سیالۍ د روانې مې میاشتې پر ۸ مه پیل شوې وې.
ددغه جام سیالۍ د دریو لوبډلو هندوکش سټرایکرز، پامیر لېجنډز او میوند ساتونکي ترمنځ وشوې.
د زرغون افغانستان جام کې ټولټال اووه سیالۍ وشوې چې هندوکش سټرایکرز او پامیر لېجنډز پایلوبې ته لار پیدا کړه.
په دغو سیالیو کې شاهد الله کمال له ۲۷۱ منډو سره د ټورنمېنټ غوره توپوهونکی او ضیا اکبر د ۱۴ لوبغاړو په سوځولو سره د زرغون افغانستان جام سیالیو غوره توپ اچوونکی شو.
د پايلوبې نندارې ته زرګونه ننداره چیان ورغلي وو او په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي انځورونه او ویډیوګانې ښيي چې خلک خوښي کوي، ناڅي او ټنګ ټکور کوي.