تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کرېکټ؛ جو روټ د انګلنډ له ټېسټ لوبډلمشرۍ استعفا وکړه
د انګلنډ د کرېکټ ټېسټ لوبډلې مشر جو روټ پر وېسټ انډیز د لوبلړۍ له بایللو وروسته استعفاء اعلان کړې ده.
هغه ویلي چې د لوبډلمشرۍ مسوولیت یې لوبه اغېزمنه کړې ده.
۳۱ کلن روټ په ۲۰۱۷ کال کې د 'سر الاسټایر کوک' پر ځای د انګلنډ د ټېسټ لوبډلمشر وټاکل شوی و.
هغه که څه هم دې موده کې انګلنډ لپاره د لوبډلمشر په توګه تر ټولو د ډېرو لوبو او بریاو ریکارډ خپل کړی، خو وروستۍ لوبلړۍ یې په ماته تمامه شوه.
دا لوبلړۍ د وېسټ انډیز پر وړاندې وه او انګلنډ په کې په وروستۍ لوبه کې یې په لسو وېکټو ماته وخوړه.
له دې ماتې سره د انګلنډ د بې بریا پاتېدو شمېر نهو ته ورسېد. جو روټ وړاندې ویلي "دا مې د لوبیز ژوند تر ټولو ننګونکې پرېکړه ده. خو د خپلې کورنۍ او نژدې کسانو په مشوره دې پاېلې ته رسېدلی یم چې اوس یې وخت مناسب دی."
نوموړي ويلي، په دې ډېر وياړم چې د خپل هېواد د کرېکټ لوبډلمشر يم او تېرو پنځو کلونو لاسته راوړنو ته په ډېر وياړ سره ګورم.
د لوبډلمشر په توګه جو روټ ۵۲۹۵ منډې کړې چې د انګلنډ د کپتان په توګه تر ټولو زياتې منډې دي. نوموړي ۱۴ سليزې هم وهلې دي.
جو روټ د انګلنډ لپاره ټېسټ لوبو کې په دويم نمبر تر ټولو ډېرې منډې جوړې کړي دي. په ريکارډ کچه ۶۴ لوبو مشري يې کړې چې تر ټولو ډېرې (۲۷) برياوې او همدا ډول تر ټولو ډېرې (۲۶) ماتې يې خوړلې دي.
تراوسه نه ده روښانه چې د انګلنډ نوی لوبډلمشر به څوک وي خو د بي بي سي د کرېکټ برخې خبریال جوناتن اګنیو وايي چې د روټ ځای ناستی لپاره ډېر غوراوي نشته يوازې "ښکاره انتخاب" الرونډر بېن سټوکس کېدلی شي.