تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کرېکټ: د اسټرالیا ملي لوبډلې د پاکستان سفر په بریا پای ته ورساوه
د استرالیا د کرېکټ ملي لوبډلې د پاکستان د لاهور ښار قذافي لوبغالي کې کوربه لوبډلې ته یوازنۍ شل اوریزه سیالۍ کې د ماتې په ورکولو سره خپل سفر په بریا پای ته ورساوه.
د دې لوبې پچه اسټرالیا وګټله خو پاکستان ته یې د منډې جوړلو بلنه ورکړه.
پاکستانۍ لوبډلې ټاکلو شل اوورنو کې د لوبډلمشر بابر اعظم د ۶۶ منډو په مټ د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ټولټال ۱۶۲ منډې وکړې.
له بابر اعظم پرته بل یو پاکستانی لوبغاړی هم تر ۲۵ منډو ونه رسېد.
اسټرالیا لپاره توپ اچونه کې ۲۷ کلن ناتېن اېلیس ۴ لوبغاړي وسوځول. دا د هغه درېمه رسمي شل اوریزه لوبه وه.
مېلمه لوبډلې ته هم توپوهنه کې لوبډلمشر ارون فېنچ ۵۵، تراوېز هیډ ۲۶ او وېکټ ساتونکي جوش انګلیس ۲۴ منډې جوړې کړې.
اسټرالیا ټاکلی هدف د شلم اوور په لومړي توپ ترلاسه کړ.
تر دې ماتې وروسته پاکستان کې یو ځل بیا د کرېکټ په ملي لوبډلې او د لوبغاړو په ټاکوونکي بورډ نیوکې ډېرې شوې دي.
دا نیوکې ظاهرا له دې کبله دي چې دې سیالۍ کې د پاکستان لوبډله د بېلابېلو لاملونو له مخې پر مېلمنو برلاسې ګڼل کېده.
دې سیالۍ کې د کوربتوب ترڅنګ د پاکستان د برلاسه ګڼل کېدو ستر لامل دا و، چې له استرالیایۍ لوبډلې سره د ډیویډ وارنر، مېچ مارش، سټېف سمېت، ګلېن ماکسویل، ماتیو وېډ، پټ کمېنز، جوش هزېلووډ، میچل سټارک، کېن ریچارډسن او جېن ریچارډسن په څېر د نړۍ په کچه د شل اوریزو لوبو نوموتي او باتجربه لوبغاړي نه وو.
اسټرالیا ان د پاکستان خلاف دې لوبه کې درې نوي لوبغاړي - مارنوس لابوشګن، کامېرون ګرین او بېن دوارشیوس ولوبول چې تر دې وړاندې دغه هېواد لپاره په یوه نړیواله شل اوریزه لوبه کې هم نه وو لوبېدلي.
پاکستان کې هیله دا وه چې لوبډله به یې د دې شل اوویزې لوبې په ګتلو سره د خپل بوخت سیزن پای ښه او مثبت پای ته ورسوي، خو دا هیله پوره نه شوه.
د اسټرالیا او پاکستان لوبډلو د دې لوبلړۍ په دوام وړاندې درې نړیوالې یو ورځنۍ او درې ټېسټ لوبې هم کړې وې.
د ټېست لوبو د لړۍ دوه لومړۍ لوبې برابرې، خو درېمه استرالیا په ۱۱۵ منډو ګټلې وه.
د دریو یو ورځنیو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه هم استرالیا په ۸۸ منډو وګټله، خو په دویمه او درېیمه هغه کې یې بیا په شپږو او نهو ویکټو ماته وخوړه.
په ټوله کې د استرالیا کرېکټ لوبډلې لپاره د پاکستان دغه سفر مثبت او بریالی ګڼل شوی، ځکه د ټېسټ او شل اوریزو لوبو لړۍ یې پکې وګټلې.
د پاکستان لپاره بیا دا لوبې ځکه مثبتې ارزول شوې چې له ۲۰ کلونو وروسته یې په لومړي ځل له استرالیا د یو ورځنیو لوبو یوه لړۍ وګټله.