ژمنۍ اولمپیک سیالۍ د سولې له پیغام سره پای ته ورسېدې

د عکس سرچینه، Getty Images
د بیجینګ ژمنۍ اولمپیک سیالۍ پر یکشنبه یو لړ احساساتي مراسمو کې پای ته ورسېدې.
د تېرو دوو اونیو دې سیالیو کې نژدې ۳۰۰۰ لوبغاړو ۱۰۹ لوبو کې برخه واخیسته.
د اولمپیک نړیوالې کومېټې مشر توماس باخ د ''ټولې نړۍ '' پر سیاسي مشرانو غږ وکړ چې ''د یو موټیوالي او سولې بېلګې په توګه له لوبغاړو الهام واخلي. ''
نوموړي وویل:
''د اولمپیک لوبو دا یو موټیوالی د هغو ځواکونو پرتله پیاوړی دی، چې غواړي موږ سره ووېشي. ''
ښاغلي باخ په داسې حال کې چې د روسیې او اوکرایین تر منځ تاوتریخوالی ډېر شوی وویل، ''لوبغاړو سولې ته یو فرصت ورکړ. ''
نوموړي لوبغاړو ته په وینا کې وویل:
''تاسې هر یوه د خپلې غورې وړتیا څرګندولو لپاره ټوله هڅه وکړه او موږ د خپلو سیالانو د ښه ځلېدو لپاره ستاسې هیلو څرګندولو ډېر احساساتي کړو. که ستاسو د هېوادونو تر منځ بحرانونه هم روان دي، خو تاسو نه یوازې یو بل ته درناوی وکړ، بلکې یوه بل ته مو غېږ پرانیسته. ''
ناروې په دې سیالیو کې له ټولټال ۳۷ مډالو سره تر ټولو مخکښ هېواد و، چې ۱۶ مډالونه یې پکې د سرو زرو وو.
جرمني له ۲۷ مډالونو سره دویم، چین له ۱۵ مډالو سره دریېم، امریکا متحده ایالتونه له ۲۵ مډالونو سره څلورم او سویډن له ۱۸ مډالونو سره پنځم ځای خپل کړ.
د یادونې ده، چې چین د امریکا ۸ پرتله د سرو زرو نهه مډالونه خپل کړل، چې له کبله یې په جدول کې نوم تر امریکا مخکې شو.
د ایټالیا په میلان کې د ۲۰۲۶ سیالیو له اعلان سره اولمپیک مشال لمبه مړه شو او د پارااولمپیک سیالۍ به د مارچ پر څلورمه بیجینګ کې پیل شي.




















