تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ۱۹ کلنې افغان کرېکټ لوبډلې یو لوبغاړی او ۳ اداري کسان بریتانیا کې پاتې شوي
سرچینو بي بي سي ته تایید کړې ده چې له ویسټ انډیز څخه لندن ته د راستنې شوې افغان ۱۹ کلنې کرېکټ لوبډلې درې اداري کسان او یو لوبغاړی بېرته افغانستان ته نه دي ستانه شوي.
دې سرچینو بي بي سي ته ویلي چې دا څلور کسان له پاتې ډلې جلا شوي او په لندن کې پاته شوي دی.
افغان لوبډله یکشنبه سهار (د فبروري ۶) له ویسټ انډیزه لندن ته راغله او ټاکل شوې وه چې ماسپښین په درې بجې د اماراتو او ورپسې کابل په لور ستنه شي.
خو تر بلې الوتنې وړاندې له لوبډلې سره د ملاتړو کسانو درې غړي او یو لوبغاړی د لندن په هیترو هوايي ډګر کې پاته شوي دي.
د افغانستان کرېکټ بورډ کې یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط بي بي سي ته وویل، د دغو کسانو نومونه ښايي تر سبا روښانه شي.
یاده دې وي چې افغانستان د ۱۹ کلنو کرېکټ په نړیوال جام کې څلورم ځای خپل کړ.
دوی تر اتلولۍ وړاندې په وروستیو شېبو کې ویسټ انډیز ته ورسېدل او دلیل یې هم دا و چې د ترانزیت ویزه یې برتانیا په ځنډ ورکړې وه.
افغان لوبډله تر نړیوال جام وړاندې په اماراتو کې د بریتانیا ویزې ته په تمه وه چې په وروستیو شېبو کې د کریکټ د نړیوالې شورا او افغان کرېکټ بورډ په مرسته ترلاسه شوه.
په تېرو دوه نیمو لسیزو کې په بېلا بېلو وختونو کې د افغانستان ګڼ ورزشي لوبغاړي په نورو هېوادونو کې پاتې شوي دي.
په ۲۰۱۰ کال کې د کرېکټ د ۱۹ کلنو له لوبډلې یو شمېر لوبغاړي په کاناډا کې پاتې شوي وو.
له کرېکټ پرته په نورو لوبو کې څو ځلې افغان ستوري په نورو هېوادونو کې پاتې شوي دي.
تېر کال د اګست په ۱۵ مه نېټه کابل ته د طالبانو له راتلو وروسته د بېلابېلو لوبډلو افغان لوبغاړي نورو هېوادونو ته وایستل شول.
په دوی کې د فوټبال د ښځینه لوبډلې لوبغاړې پرتګال او برتانیا ته ولېږدول شوې.