کرېکټ: محمد رضوان د شل اوريزو لوبو د کال غوره لوبغاړی ونومول شو

د خپرېدو وخت

د کرېکټ نړيوالې شورا د پاکستان پښتون توپ وهونکی او وېکټ ساتونکی محمد رضوان د تېر ۲۰۲۱ کال د شل اوريزو نړيوالو لوبو غوره لوبغاړی نومولی دی.

ای سی سي د محمد رضوان د لاسته راوړنو ستاينه کړې او مبارکي يې ورکړې ده.

محمد رضوان د غوره لوبغاړي دغه ايوارډ د پاکستان د خلکو په نامه کړی او پر ټوېټر یې له خپلو مينه والو او ټولو خلکو د ملاتړ له امله مننه کړې ده.

بل پلو د انګلنډ ټمسن ټېلي بيومنټ د ښځینه وو غوره لوبغاړې ونومول شوه.

ياده دې وې چې محمد رضوان د کال غوره شل اوريزه لوبډله کې د وېکټ ساتونکې په توګه هم نومول شوی.

محمد رضوان په ۲۰۲۱ کال کې په ۲۹ شل اوريزو نړيوالو سياليو کې د پاکستان استازيتوب کړی، د يوې سليزې او ۱۲ پنځوسيزو په وهلو سره يې ۱۳۲۶ منډې جوړې کړې دي چې تېر د کال د بل هر لوبغاړي پرتله ډېرې منډې دي.

د شل اوريزو نړيوال جام په نيمه پايلوبه کې نيوزيلنډ پاکستان ته ماته ورکړه. محمد رضوان په دې سياليو کې په شپږو لوبو کې د ۲۸۱ منډو په جوړولو سره درېیم لوبغاړی شو چې تر ټولو ډېرې منډې يې جوړې کړې.

بل پلو د پاکستان د کرېکټ ملې لوبډلې بابر اعظم د ای سی سي د شل اوريزو لوبو تر څنګ د یو ورځنيو لوبو د کال غوره لوبډلمشر هم اعلان شوی او درې پاکستاني لوبغاړي د کال غوره ټېسټ لوبډلې ته نومول شوي دي.