توکیو اولمپیک؛ ۱۰۹ کاله وروسته د سرو زرو ګډ مډال ګټل

د ویډیو تشریح، د معتز او تمبري دوه ګړۍ سیالي
د خپرېدو وخت

د جاپان پلازمېنه توکیو کې د اولمپیک لوبو په یوه جنجالي جګ یا پورته ټوپ اچولو کې د قطر معتز عیسی برشم او د ایټالیا جان مارکو تمبري ته د سرو زرو ګډ مډال ور کړل شو.

له نږدې دوه ګړۍ سختې سیالۍ وروسته هم دې جوړې یو بل مات نه کړل او تر تولو غوره ټوپ یې ۲.۳۷ متره ریکارډ شو.

پایله کې دا لوبغاړي د خپلو لوبڅارو په مشوره د مډال په شریکولو سلا او له سخت هرکلي سره مخ شول.

دا له ۱۹۱۲ کال راهیسې اول ځل اولمپیک لوبو کې ګډ مډال چاته ورکول کېږي.

دواړه لوبغاړي د ۲.۳۹ متره اولمپیک ریکارډ جوړولو هڅه کې له دریو-دریو تېروتنو سره مخ شول.

د بیلاروس لوبغاړي مکسیم نیداسکو هم ۲.۳۷ متره ټوپ وکړ، خو ډېرې تېروتنې یې لرلې ځکه د زېړو یا برونزو مډال ورکړل شو.

Mutaz Barshim and Gianmarco Tamberi

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، معتز او تمبري خپل بری لمانځي

تمبري او برشم یو بل غېږ کې ونیول او وروسته یې له خپلو روزونکو او لوبډلې سره په داسې حال خپل بری ولمانځه چې خپل ملي بیرغونه یې پر سر نیولي وو.

سیالۍ کې دواړه لوبغاړي له ځینې ټپونو سره هم مخ شول، خو برشم وايي، دا قرباني په دې ارزېده: دا هیښوونکې ده. دا یو خوب دی او نه غواړم ویښ شم."

نوموړی وايي، له پنځو کلونو راهیسې دغسې شیبې ته منتظر و، خو اوس همغه ځای کې دی چې منتظر یې و او دا د خوښۍ شېبې او ټولې قربانۍ شریکوي.

Gianmarco Tamberi

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، جان مارکو تمبري د ۲۰۱۶ کال اولمپیک لږ مخکې ټپي شو.

تمبري هم پر ۲۰۱۶ له ریو اولمپیک لږ مخکې له ټپونو سره مخ او رغېدلو یې وخت ونیو، ځکه له هغو لوبو پاتې شو.

هغه وايي، له هغو ټپونو وروسته یې غوښتل چې لوبو ته ستون شي او اوس دا د سرو زرو مډال لري.

نوموړی وايي، اوسنۍ شیبې ورته نه باورېدونکې دی، ځکه ډېر وخت یې دا خوب او خیال لید.

اولمپیک سیالۍ د جولای ۲۳ د جاپان مرکز توکیو کې پیل شوې او تر ۱۴ ورځو به روانې وي.