د توکیو اولمپیک پرانیستغونډه کې د مونیخ اولمپیک د قربانیانو یادونه وشوه

د عکس سرچینه، Getty Images
توکیو کې د ۲۰۲۱ کال د اولمپیک لوبو د پرانیستې مراسمو کې په ۱۹۷۲ کال د مونیخ اولمپیک پر مهال د یوه ترهګریز برید د قربانیانو یادونه شوه. دا نږدې نیمه پېړۍ کې لومړی ځل دی چې د اولمپیک لوبو د پرانیستې پر مهال د دهغو قربانیانو یادونه کېږي.
د ۱۹۷۲ کال د اولمپیک لوبو پر مهال د فلسطیني وسله والو یوه برید کې ۱۱ اسرائیلي لوبغاړي وژل شوي وو.
د دهغه برید د قربانیانو کورنیو به د اولمپیک لوبو له تنظیمونکو غوښتل چې د پرانیستې مراسمو کې یې درناوی او یادونه وکړي، خو دا غوښتنه یې اوس نږدې نیمه پېړۍ وروسته پر ځای شوه.
د مونیخ اولمپیک د دوو قربانیانو کونډو ویلي "بالاخره عدالت پر ځای شو."
انکي سپیتزر او اېلانا رومانو د جمعې پر ورځ توکیو کې د ۲۰۲۱ کال اولمپیک د پرانیستې پر مهال وویل: "۴۹ کاله مو د همدې لپاره مبارزه وکړه او هیله مو هېڅ کله و نه بایلله."
د مونیخ اولمپیک برید د ۱۹۷۲ کال د سپتمبر پر ۵مه وشو او د اولمپیک په تاریخ کې تر ټولو تیاره څپرکی ګنل کېږي.
د تور سپتمبر ډلې په نوم د فلسطیني وسله والو غړو پر دې ورځ د مونیخ په اولمپیک کلي کې د اسرائیلي ټیم ۱۱ غړي یرغمل ونیول.
له دوی دوه کسان تر برید سملاسي وروسته ځای پر ځای او پاتې ۹ یوه نږدې هوايي ډګر ته څېرمه د وسله والو او لوېدیځ جرمني پولیسو ترمنځ نښته کې ووژل شول.
وسله والو غوښتل دغه اسرائیلي لوبغاړي یوه الوتکه کې له جرمني وباسي.
د توکیو المپیک د پرانیستې مراسمو یوه ویناوال وویل: "موږ هغوی په یاد لرو چې ژوند یې د اولمپیک لوبو پر مهال بایللی دی."
د توکیو اولمپیک د پرانیستې پر مهال د دغه برید د قربانیانو په درناوي یو شیبه چوپتیا غوره شوه.
د اسرائیل لومړي وزیر نفتالي بېنېټ دا ګام ستایلی دی.
هغه پر خپل ټویټر لیکلي: "زه د دې مهمې تاریخي شېبې هرکلی کوم. یاد دې یې مبارک وي."
اوږد مهاله غوښتنه
که څه هم د مونیخ اولمپیک د قربانیانو خپلوانو له لومړي سره د دغو لوبو د پرانیستې مراسمو کې د هغوي د یادېدو غوښتنه کوله، خو د اولمپیک نړیوالې کمېتې (ای او سي) دغو غوښتنو ته پام نه کاوه.
د ۲۰۱۲ لندن اولمپیک پر مهال له دې کبله پر دې کمیټې سختې نیوکې وشوې، چې د مونیخ د پېښې د ۴۰مې کلېزې په پار یې د یوې دقیقې چوپتیا غوښتنه رد کړه.
هغه مهال سازمانوونکو ویلي و چې د پرانیستې د مراسم چاپیریال د قربانیانو له درناوي سره نه جوړېږي.
د اولمپیک کمېټې په ۲۰۱۶ برازیل کې د ریو اولمپیک کلي ته نږدې د هغو کسانو په یاد "د ویر ځای" جوړ کړی و چې د اولمپیک لوبو پر مهال مړه شوي.
د مونیخ اولمپیک برید کې د دوو وژل شویو لوبغاړو کونډو د توکیو اولمپیک له پرانیستې وروسته وویل: "همدې شیبې ته مو انتظار کاوه."




















