د بریتانیا لومړي وزیر له فوټبال لوبغاړو سره توکمیز چلن وغانده

د خپرېدو وخت

د بریتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن او د فوټبال ټولنې هغه توکمیز چلن غندلی چې پر انلاین د انګلنډ د فوټبال دریو لوبغاړو پرضد شوی دی.

د فوټبال دغه درې لوبغاړي چې تور پوستي دي تېره شپه له ایټالیا سره د اروپايي اتلولیو په پایلوبه کې ونه تواندېدل چې پېنالټي ګول کړي.

له دې وروسته پر خواله رسنیو ګڼ شمېر توکمیزې تبصرې وشوې.

ښاغلي جانسن ویلي: "د فوټبال له لوبغاړو سره باید توکمیز چلن نه بلکې د اتلانو په څېر چلن وشي. "

نوموړي دغه توکمیز چلن هیښوونکی بللی او ویلي یي دي: "توکمیز چلن کوونکي باید شرم وکړي. "

دغه راز پولیس هم وايي، توکمیز چلن د منلو نه دی او په دې اړه څیړنې کوي.

د انګلنډ د فوتبال ټولنې توکمیز چلن کوونکو ته د سختې جزا غوښتنه کړې ده او ویلي یې دي، له اغیزمن شویو لوبغاړو د ملاتړ لپاره به هر هغه څه وکړي چې په وس کې یې وي.

د فوټبال ټولنه وايي: "د خواله رسنیو کمپنۍ باید د توکمیز چلن د مخنیوي لپاره اقدامات وکړي او پرېنږدي چې تېريګر د دوی رسنۍ وکاروي، شواهد دې راټول کړي چې له مخې یې تېريګر محاکمه شي او خپلې رسنۍ له دغه ډول چلن نه پاکې کړي. "

ایټالیا انګلنډ ته ماتې ورکړه

دا چلن له هغه وروسته و چې پرون د ۲۰۲۰ فوټبال اروپايي اتلوليو پايلوبه کې ايټاليا د انګلنډ لوبډلې ته په پېنالټيو پړاو کې ماته ورکړه. دغه سيالۍ چې د اروپايي هېوادونو تر منځ ترسره کېږی پايلوبه يې د انګلنډ په تاريخي لوبغالي وېمبلي کې ترسره شوه.

د نننۍ لوبې په دويمه دقيقه کې د انګلنډ لوک شا لومړی ګول وکړ، ورپسې د ايټاليا ليونارډو بنوچي په ۶۷ دقيقه کې په ګول کولو سره لوبه مساوي کړه.

په اضافي وخت کې هم کومې لوبډلې ګول ونکړ او لوبه پېنالټيو ته ووته چې ايټالپا ۳ -۲ وګټله. د انګلنډ مارکس رشفرډ، جېډن سنچو او بوکايو ساکا خپلې پېنالټيانې مېس کړې.

ايټاليا د اروپا اتلوليو کې کومه لوبه نه وه بايللې. په نيمه پايلوبه کې يې اسپانيا او په منځلوبه کې يې بېلجم ته ماته ورکړې وه.

ايټاليا تر نورو هېوادونو ډېره د نړيوالو سياليو پايلوبې ته وتلې، څلور نړيوال جامونه او دوه ځله يې د اروپا اتلولۍ ګټلې دي، چې تېر ځل يې په ۲۰۰۶ کال کې د فوټبال نړيوال جام هم خپل کړی و خو د ۲۰۱۸ کال د نړيوال جام سياليو ته په لار موندنه کې پاتې راغلې وه.

بل پلو دا لومړی ځل و چې انګلنډ د اروپا اتلوليو پايلوبه کې لوبېده او تر دې وړاندې يې په ۱۹۶۶ کال کې د فوټبال نړيوال جام ګټلی و.

پايلوبې ته درسېدو په لړ کې انګلنډ د ګروپ لوبو کې کروويشيا او چک جهوريت ته ماته ورکړې وه خو له سکاټلنډ سره يې لوبه مساوي پای ته رسولې وه او له جرمني يې هم ۰- ۲ ګټلې وه. په منځلوبه کې يې اوکرايين ۴-۰ مات کړی و او په نيمه پايلوبه کې يې هم ډنمارک ته ۲ -۱ ماته ورکړې وه.

په بريتانيا کې د کورونا د تازه مثبتو پېښو د زياتېدو سربېره د انګلنډ او ايټاليا تر منځ د دغه سيالۍ ليدو ته له ۶۰ زرو ډېر کسان ورغلي وو.