د "ای پي ایل" پاتې لوبې سپتمبر کې متحدو عرب اماراتو کې پیلېږي

د خپرېدو وخت

د هند د کرېکټ غوره لیګ 'ای پي ایل' د ۲۰۲۱ کال د سیالیو پاتې لوبې راتلونکې سپتمبر او اکتوبر متحدو عرب اماراتو کې کېږي.

د شل اوریزو لوبو دغه سیالۍ د روانې مې میاشتې پر ۴مه تر هغې وروسته وځنډول شوې چې د ځینو لوبغاړو د کورونا معاینات مثبت وختل.

اوس ویل شوي دا لوبې ځکه متحدو عرب اماراتو ته لېږدول کېږي چې سپتمبر او اکتوبر هند کې د مونسون یا پشه کال موسم وي او ورښتونه ډېر کېږي.

د هند د کرېکټ غوره لیګ کې درې افغان لوبغاړي راشد خان، محمد نبي او مجیب الرحمن هم لوبېږي.

دغه درېواړه افغان لوبغاړي سنرایز حیدر اباد لوبډلې ته لوبه کوي.

د هند کرېکټ بورډ ویلي متحدو عرب اماراتو کې د ای پي ایل د پاتې لوبو د پیل پرېکړه د بورډ د غړو د رایو په اکثریت شوې ده.

د دغه لیګ ۳۱ لوبې پاتې دي او دغه لوبې باید د کرېکټ د نړیوالې شورا له مهالویش سره همغږې شي.

انګلنډ د سپتمبر تر ۱۴مې پورې هند سره د پنځو ټیسټ لوبو لړۍ لري او په اکتوبر هند کې د کرېکټ د نړیوال شل اوریز جام د سیالیو تر پیل وړاندې بنګله دیش او پاکستان ته هم سفر کوي.

د هند کرېکټ بورډ د کرېکټ له نړیوالې شورا (ای سي سي) غوښتي چې د نړیوالې شل اوریزې اتلولۍ د کوربتوب په اړه د پرېکړې لپاره ورکړی وخت وغځوي.

د پاکستان سوپر لیګ "پي اېس ایل"

د پاکستان د غوره لیګ سږنۍ سیالۍ هم ځینو لوبغاړو او د لوبډلو نورو غړو کې د کورونا د مثبتو پېښو د تشخیص له کبله ځنډېدلی او ټاکلې دغه لیګ نږدې وخت په متحدو عرب اماراتو کې بېرته پیل شي.

د پاکستان غوره لیګ د شپږم پړاو لوبې کراچۍ کې پیل شوې وې خو یوازې ۱۴ لوبې پکې ترسره شوې.

ټاکلې وه د دغه لیګ پاتې ۲۰ لوبې بېرته کراچۍ کې پیل شي، خو د پاکستان کرېکټ بورډ او د لوبډلو خاوندانو یې د دې لپاره ابوظبۍ ته د لېږدېدو پریکړه وکړه، چې پاکستان کې به د کورونا وضعیت لا پسې خراب شي.

پی اېس ایل کې هم یو شمېر افغان لوبغاړي لوبېږي چې ځینې یې وار له مخه د دغه لیګ پاتې لوبو کې د ګډون لپاره اماراتو ته رسېدلي او دمګړۍ د لوبډلو نورو غړو سره خپلو هوټلونو کې قرنطین دي.