کورونا وېروس: د ټولنیز واټن له کبله یوې لوبډلې د صفر مقابل کې په ۳۷ ګولونو لوبه بایلوده

فوټبال

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

د جرمني یوه فوټبال ټیم له دې کبله د صفر په مقابل کې په ۳۷ ګولونو لوبه بایلوده چې یوازې ۷ لوبغاړي یې په لوبغالي کې وو او هغوی هم د ټولنیز واټن مراعتولو له کبله د لوبې تر پایه پورې له یوه بله لېرې ګرځېدل.

ریفډروف نومې دغې لوبډلې ځکه پر یکشنبه له لږ شمېر لوبغاړو سره لوبه پر مخ بیوله چې سیاله لوبډله یې هولډینسټيډت -۲ په یوه مخکینۍ لوبه کې له داسې یوه کس سره مخامخ شوي، چې پر کوویډ - ۱۹ اخته و.

د دوی لوبډلې معاینې پایله منفي وه، خو ریفډورف وايي، شرایط خوندي نه دي.

که دغې لوبډلې له لوبې انکار کړی وای، ۲۰۰ یورو جریمه کېدل. دوی د جرمني ۱۱ مې درجه فوټبال کې د دغې سیالۍ لغوه کېدو غوښتنه کړې وه، خو ځايي فوټبال ادارې یې له لغو کولو انکار کړی و.

ریفډورف لوبغاړو ویل، له هغې پېښې ۱۴ ورځې نه دي تېرې چې د هولډینسټیډت لوبډله له کوویډ - ۱۹ ناروغ سره مخامخ شوي او دوی ځان خوندي نه محسوسوي.

هولډینسټیډت بیا په دغه لوبه کې د لومړۍ پر ځای دویمه لوبډله ولوبوله.

د لوبې پیل کې د ریفډورف یو لوبغاړي مېدان ته مخکې شو، توپ یې مخالف لوبغاړي ته پاس کړ او بیا یې ملګري لوبغاړي څنډو ته شول.

د دغې لوبډلې مرستیال مدیر اي ایس پي این خبري شبکې ته وویل:

''هولډینسټيډت لوبغاړي نه پوهېدل، خو موږ نه غوښتل له کوم خطر سره مخامخ شو. '' ن

وموړي د خپلو لوبغاړو په هکله وویل:

''دوی له مخامخ ښکېلتیا ډډه کوله، ټولنیز واټن یې مراعات کاوه، او د ځان او سیالو لوبغاړو تر منځ یې دوه متره واټن ساتلی و. ''

هولډینسټیډت لوبغاړو بیا له هرو دوو، دریو دقیقو وروسته یو ګول کاوه.

د دغې لوبډلې روزونکی فلوریان شایرواټر وايي:

''د دغې لوبې نه تر سره کولو لپاره هېڅ دلیل موجود نه و. ''