لیورپول لوبډله له ۳۰ کاله ځنډ وروسته اتله شوه

د عکس سرچینه، AFP
د برتانیا فوټبال لوبډله لېورپول ۳۰ کاله وروسته غوره لیګ کې اتله کېږي چې دې بریا سره یې مینوالو انفیلډ لوبغاړي ته تلونکو لارو او د ښار مرکز کې د خوشالۍ جشن جوړ کړ.
دا مینوال د خپلې لوبډلې دې بري ته ۳۰ کاله منتظر و او اوس یې دا ځانګړی بری په نڅا، اورلوبو او سندرو سره بدرګه کړ.
د پنجشنبې په ورځ چلسي لوبډلې مانچسټر سیټي ته یو د دوه مقابل کې ماتې ور کولو سره دا اتلولي د لېورپول په نصیب کړه.
لېورپول ته اوس هم اوه لوبې پاتې دي، خو د خپلو نمبرو په زور به دا اتلولي څوک ترې خپله نه کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د لېورپول مشر جورګن کلوپ له سکای سپورټس سره خبرو کې ویلي:
"دا نه باورېدونکې بریا ده. دا تر هغه ډېره ستره ده چې ما یې تصور کاوه".
د نوموړي په خبره، دا د لېورپول لوبډلې ته هیښوونکې بریا ده او دی یې په مشرۍ ویاړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د لېورپول ښاروال خلکو ته سپارښتنه وکړه چې د کورونا له امله کورونو کې پاتې شي، خو بیا هم په زرګونو لېورپولیان د خوشالۍ لپاره سړکونو ته ووتل.
د پنجشنبې په شپه د مانچسټر سیټي او چیلسي د لوبې له پایلو یوه ګړۍ وروسته نږدې دوه زره مینوال انفیلډ کې لوبغاړي ته ټول شول.

د عکس سرچینه، EPA
د جورګن کلوپ ډلې د غوره لیګ تاریخ کې تر ټولو یادګاري تاریخ جوړ کړ.
دوی تراوسه ۸۶ نومرې اخیستې او د مۍ له ۳۱ یې ۲۸ سیالۍ ګټلې دي.
دوی یوه لوبه کې ماتې وخوړه او دوه سیالۍ بې نتیجې ختمې شوې.

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images
روانو سیالیو کې د لېورپول تله دومره درنه ده چې یوه پړاو کې تر دویمې لوبډلې ۲۵ نمبرې مخته و.
غوره لیګ کې د لومړي او دویم نمبر لوبډلو ترمنځ د نمبرو دومره لوی توپیر یو ریکارډ دی.

د عکس سرچینه، PA Media

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images
ټول حقونه خوندي دي.


















